په فیسبوک کې د (Dislike) اپشن زیاتیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د فیسبوک له جوړیدو وروسته تر اوسه کاروونکو یوازینۍ پوښتنه دا وه چې په فیسبوک کې د (Dislike) یا نه خوښولو اپشن ولې نشته.

فیسبوک کې کاروونکي کولی شي خپل د خوښې پاڼه، تصویر، ویډیو او ځینې نور فعالیتونه خوښ کړي خو د نه خوښولو اپشن په فیسبوک کې د ځینې عواملو له امله موجود نه دی.

خو اوس د فیسبوک پنځوونکی او مشر مارک ویلي چې مونږ په فیسبوک کې د نه خوښولو اپشن په زیاتولو فکر کوو. مونږ غواړو چې کاروونکو ته هر هغه خدمتونه وړاندې کړو کوم چې هغوي خوښوي خو د نه خوښولو اپشن به دغه شبکه کې منفي ذهنیت پیدا کړي.

مارک وویل:«په فیسبوک کې د خوښولو اپشن ډیر زیات ارزښت لري او کاروونکو یوازې یو اپشن کلیک کولو سره یو مثبت ذهنیت ښودلی شي.»

مارک زیاته کړه:« ځینې کاروونکي له مونږ څخه غوښتي چې فیسبوک کې د نه خوښولو اپشن زیات کړو تر څو دوي وکولی شي دغه شبکه کې د یو څیز په اړه منفي نظر ورکړي او زه فکر نه کوم چې دا به یوه غوره عمل وي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د