افغانستان

غزني: د مخابراتي شبکو دوه انتنونه له منځه وړل شوي

Comunnicationنن ټکی آسیا: د غزني ولایت د ښار په اړوندو سیمو کې د مخابراتي شبکو دوه عدده انتنونه په بمونو له منځه یو وړل شوه.

د غزني ولایت امنیه قوماندان زړور خان ویلي چي پيښه تیره شپه د ښار په اړوندو سیمو شهباز او اوګري په سیمو کې را منځته شوې.

امنیه قوماندان د دولت مخالفین په پيښه پړه بللي.

خو تر اوسه طالبانو ددغي پيښي مسولیت نه دی اخیستی.

د سیمي څخه یو تن اوسیدونکي ویلي چي د روشن او ایم ټي این مخابراتي شبکو انتنونه تیره شپه په ۱۲ بجو د بمونو په واسطه له منځه یو وړل شوه.

د یادوني وړ ده چي ددې تر مخه د غزني ولایت په اکثرو ولسوالیو کې داسي پيښي را منځته شوي چي له کبله يې ددغه ولایت په اکثره ساحو کې د ډیري مودې راهیسي ګرځنده تلفون کار نه کوي.

طالبانو مخابراتي شبکې په دې تورنه وي چي د حکومت او بهرني ځواکونو سره ددوی د ملګرو په تعقیبولو کې مرسته کوي، او څو واره يي غوښتنه هم ځیني کړې چي د شپي له خوا دي دغه انتنونه بندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x