نظــر

د ګوانتانامو د يو زنداني غم لړلې کیسه

د سي ای اې د شکنجو او ظلمونو څه نا څه راز خو د امريکا مشرانو جرګې څرګند کړ، مګر د سمیر ناجي کیسه به مو نه وي اورېدلي. ناجي د دې بدمرغه داستان یو لوبغاړی دی.

یمنی سمير ناجي ديارلس کاله وړاندې سي ای اې اسامه بن لادن سره د اړيکو په تور نيولی و او ۲۰۰۹م کال کې امريکايي چارواکو له هر ډول تورونو بې ګناه وباله، مګر بيا يې هم په ياد زندان کې ساتلی و او له راخلاصېدو وروسته يې د سي ای اې له کرغېړنو شکجنو پرده پورته کړه.

سمير وايي، چې د امريکا سنا د سي ای اې د ظلمونو په اړه يو راپور خپور کړی، مګر ده سره، چې کوم ظلمونه او تېري شوي، د امريکايي کانګريس له راپوره ډېر متفاوت دي او د امريکا د سنا راپور يوازې يو لومړنی راپور بلل کيږي.

د امريکا د سنا راپور د دې وحشتناک زندان د تړلو پيل دی.

ګوانتانامو زندان اوس هغه وحشي ځای دی، چې هر وخت سړی په کې د وېرې او وحشت احساس کوي او د هيڅ ډول مرستندوی تمه نه وي او هر ساعت د هر ډول ظلمونو او شکنجو وېره وي او له هر ډول مرستې، کورنۍ او دوستانو له خواخوږۍ بې برخې وي.

سمير ناجي وايي، چې د ګوانتانامو زندان کې د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې به هره ورځ او د هر تحقيق پر مهال به امريکايي چارواکو پر ده چيغې وهلې، شکنجې به يې ورکولې، پر مخ به يې پر سوکانو او لغتو واهه او د بدني تعذيب سربېره به يې رواني تعذيبونو ورکول او بنديان به يې خوب ته نه پرېښوول.

سمير زياتوي، چې يو امريکایي به ماته ستن ولګوله او له هغې وروسته به بې هوشه شوم او چې راپورته به شو، نو امريکايي عسکرو به د حيواناتو په څېر چيغې وهلې او بيا به ولاړل.

«که ما به مو له خوراکه انکار کاوه، نو امريکايانو به د خوراک لوښی د ده پر سر ويشتل او واهه به يې او بل امريکايي ته به يې امر کاوه، چې خوراک په زوره پرې وخوري او له هغې وروسته به دوه امريکايان راغلل او زما په دواړو مټو کې به یې په ستنو سوري وکړل او له بدنه به مې وينې روانې شوې او کله به يې داسې وکړل، نو پر ملا به راوختل او ټوپونه يې راباندې وهل.»

سمير د خپل غم لړلي داستان په ترڅ کې وايي، چې کله به يې د متيازو تکليف محسوس کړ، نو امريکايي چارواکو به اجازه نه ورکوله او کله به چې تکليف زيات شو، نو امريکايانو به ورته په کړس کړس خندل او خپل ژباړونکي ته به يې ويل، چې که پتلون کې يې متيازې وکړې، نو جنسي تېری به پرې وکړي.

سمير زياتوي «کله ناکله به يې يو سينما هال ته بوتلو، نو هلته به يې پر بنديانو د ظلمونو او تېريو ويډيوګانې راښوولې او راته به يې ويل، چې ورته وګډيږي او کله مو چې انکار وکړ، نو د جسم نازک ځايونو کې به يې تکليف راکاوه.»

د باران پر مهال به يې زولنو سره په خټو کې ګرځېدو ته مجبوراوو او چې کله به يې انکار وکړ، نو په خټو کې به رغړاو.

سمير وايي، چې تر ټولو غمجن حالات لا هغه و، چې د فحش فلمونو ويډيو به يې د ده پر وړاندې ولګوله او هلته به يې له ده جامې وويستې او د ويډيو کتلو ته به يې مجبوراو او د اسلام سپکاوی به يې کاو او دی به يې اړوېست، چې د ځناورو په څېر نارې ووهي او کله به يې چې انکار وکړ، نو يخ ژمي کې به يې سړې اوبه پرې تويې کړې او دغه ټوله صحنه به يې ريکارډ کوله.

سمير زياتوي، چې د ديارلسو کالو له سختو ظلمونو او تېريو وروسته شپږ مياشتې وړاندې امريکايي چارواکو ته جوته شوه، چې له هر ډول تورونو پاک دی، نو د امريکايي استخباراتو څلور مهم کسان راغلل او د ده قضيه يې له سره وڅېړله او د هغو له وروستۍ پرېکړې وروسته يې دی خوشې کړ.

«زه وايم، چې امريکايي چارواکو زه ديارلس کاله له هر ډول تورونو پرته د ګوانتانامو په کرغېړن زندان کې وساتلم او زما په څېر د زرګونو بنديانو د بند ژوند د امريکا لپاره تاريخي شرم دی.»

سمير ناجي د خپل داستان په پای کې وايي، چې اوس هم د ده په څېر ۱۳۶ بې ګناه بنديان د ګوانتانامو په کرغېړن زندان کې د امريکايانو وحشي ظلمونه ګالي او د امريکايي چارواکو هغه دعوې چې د ميډيا له لارې ځانونه د بشريت خواخوږي بولي، مګر د ګوانتانامو او نور زندانونه د امريکايي څېرې رښتونې هنداره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

سلام برای همه حهان معلوم است که مردم امریکا جنایت کار تاریخ اند و بدتر از حیوانات وحشی ااز امریکایان شکایتی نیست زیرا آنها دشمنان مسلمانان استند آنها مردمان وحشی هستند و لعنت الله بر کسانی که مزدور آمریکا هستند و موجودیت آمریکا را در کشور شان تحمل میکنند نظریات بسیار زیاد است اما انشاالله روزی آمدنی آست که این وحشی آن از ظلم خود حساب دهند حتی اطفال این خبیث آن در گهواره آرام نخواهد بود.

جوا خان

نور د کافرو خبرو باندی باور مه کوی الله وایی چی مه کوی او تاسی وایی چی بشر دوستان دی های بی عقلانو

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : له خزنده وو لکه ماران او لړمانو او یا له څیرونکو حیواناتو د دی ګیله کول چه مونږ ولی چیچی یا ولی څیری ، د لیونیانو او کم عقلو کاردی ، کفار د همدغه چیچونکو خزنده وو او څیرونکو حیواناتو مثال لری ، یعنی دغه چیچل او څیرل د هغو فطری خصلت دی ، که یی د چیچلو او څیرلو مقابل کی مقاومت کوی باید غصه شی مونږ چه کله یو حیوان د حلالکی د پاره رانیسو او هغه حیوان ډيری لغتی هی مقاومت کوی مونږ به قاریږو ، یعنی که کفار مونږ وژنی… نور لوستل »

اشرف

زه دغه کسي ته پرته له اوښکو بل څه نه لرم.

دین محمد دیندار

دوستانو کله چی می داکیسه وویل تر سترګو می اوښکی راغلی نو می دا په وس کی نه چی بیا ورته و ګوره

محمدجان

ډير مي ورته وژړل

روح الله نجیب

دي کيسي زه وژړولم: دا ښه شو چې یوځل بیا د امریکا هغه کرغیړنه څیره چې د وحشت، ظلم، او خباثت نه ډکه ده دنیا ته ورښکاره شوه، د اسلامي امت لپاره اوس پکار داده چې د خپل په منځکې سره اتحاد وکړي او له دي وحشت څخه دي ځانونه خلاص کړي،

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx