يو ميلياردر ځوان خپله مور په امريکايي همر موټر کې ښخه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د نايجيريا يو ميلياردر ځوان د تابوت پر ځای خپله مور په امريکايي «همر» موټر کې دفن کړې ده.

د نايجيريا رسنيو ليکلي، چې د دغه هېواد په ختيځ کې يو ځوان د خپلې مور له مرګ وروسته امريکايي همر موټر واخيست او لس زره امريکايي ډالر يې پرې ولګول او ياد موټر يې په دننه او او بهر ښايسته کړ او بيا يې خپله مور په ياد موټر کې دفن کړې او دغه موټر يې بيا په ځمکه کې ښخ کړ.

د نايجيريا په لرو بر کې د ياد ميلياردر دې مصرف د خلکو غبرګونونه راپارولي او خلکو پرې نيوکې کړي دي.

د نايجيريا خلک وايي، دې ځوان خپلې مور ته همر موټر د دې لپاره اخيستی، چې قبر کې يې وچلوي؟

که دا خبره نه وي، نو ولې يې دومره بې ځايه مصرف کاو؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهزاده
میلمه
شهزاده

دا ښه دی چی په افغانستان کې ندی که نه اوس به یی هرچا د قبر او ادرس پوښتنه کوله ځکه چی دلته په کابل کی زما د ملګر موتر ورک شوی وو چی په پنځمه حوزه کی را پور ثبتولو پولیسو ورته ویلی چی نن ستا دموتر سره دا شپږم موتر دی چی موږ یی قضیه ثبتوو نور یی الله ته سپارو نو که د هدیره یا قبرستان په افغانستان کی وای او دغه همر موتر وای نو همر خو به حتما په سر کولنګ خوړلی وو