افغانستان

کرزاي: که دناټو ځواکونه خودسري عملیات بند نکړي ورته به دیرغلګروپه سترګه وکتل شي

hamid_karzai (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۳۱) کابل: دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دیوي خبري غونډي پرمهال وویل که په افغانستان کي دناټوځواکونه دافغانانو پرکورونو باندی بمونه غورځول بند نه کړي، نور به په افغانستان کي روانه جګړه دتروریزم په خلاف جګړه نه بلکه په افغانستان کي به دناټوځواکونو ته دیرغلګرو په سترګه وکتل شي.

حامد کرزي چي ډیر په قهرشوی وو،  خبري رسنیوته یی دوینا پروخت وویل ناټوځواکونوته به په هیڅ ډول اجازه ورنه کول شي ترڅو پربی وسه افغانانو باندي بمونه واوروي، نوموړي زیاته کړه دناټو ځواکونه دي پرافغانانو بمباري نه کوی بلکه په تروریستانو پسی دي لاړشي، ځکه دتروریستانو اصلي ځالي له افغانستان څخه دباندی دي.

نوموړي زیاته کړه که بیاهم ناټو عام افغانان تربریدونو لاندي راولي او وژنی یی، نو دوي به نور په افغانستان کي سوله ساته نه بلکه یرغلګروي، اودیرغلګرو په اړه بیا افغانستان ډیرښه تاریخ لري او دنیا شاهده ده چي افغانانو له یرغلګرو سره څرنګه کړني کړی دی.

نن ټکی اسیا

{youtube}h_BIpUNVvzs{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x