Zindanyan-puli-charkhi

د څرخي پله زندان دننه «ګوانتنامو» بلاک سلګونو بندیانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د څرخي پله زندان دننه د «ګوانتنامو بلاک» سلګونو بندیانو غذايي اعتصاب کړی دی.

د څرخي پله د زندان دننه یو تن بندي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته د تلیفون له لارې وویل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې يې غذايي اعتصاب کړی دی.

ده وویل، تر هغه پورې چې د بنديانو په اړه د بښنې او تخفيف فرمان نه وي عملي شوى، دوى به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

یاد بندي له قوله دغه زندان د څرخي پله د مرکزي زندان څخه جلا دی او په دوو نومونو «نظامي محبس او ګوانتنامو بلاک» یادیږي.

په دغه زندان کې له ۵۰۰ تر ۵۵۰ پورې هغه بندیان ساتل کیږي او له باګرامه راوړل شوي دي.

د زندان دننه یوه بلې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې د بندیانو وضعه خرابه ده او د زندان مسوولین کوښښ کوي څو د زور له لارې اعتصاب مات کړي او «ځان له مسوولیته خلاص کړي.»

سرچېنې له قوله د «ګوانتنامو زندان» مشري جنرال فاروق کوي او د دوی ۱۵ تنه مشران يې له دغه زندانه بل ځای ته انتقال کړي چې باید بېرته راستانه شي خو د زندان مسوولین دوی ته ګواښ کوي چې که د اعتصابه لاس وانخلي دوی به هم د مشرانو په برخلیک اخته کړي.

بل پلو د محابسو د عمومي رياست د دفتر رييس مل پاسوال حبيب خان رضواني مني چې د زندان دننه بندیانو اعتصاب کړی خو نوموړی د ټول بلاک د زندانیانو اعتصاب ردوي او يواځې د دوو بنديانو د اعتصاب خبره مني.

د رضواني په خبره د ۶۲ نمبر کوم فرمان چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا صادر شوی، د هغه د عملي کیدو لپاره کمېسیون کار کوي خو لږ وخت غواړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د