شعـــــرونه

بلا ته مي وړې – سید الهام

شاعر: سید احسان الله الهام

نفسه تياروته که رڼا ته مي وړې ؟

دومره پوښتلى شم چي چاته مي وړې؟

در سره ډير په پټه خوله ولاړمه
نور مي پوښته چي هرې خواته مي وړې

ستا هغه خوښ دي چي شيطان خوښ کړي
ته هله خوښ يې چي ګنا ته مي وړې

تيار دي نکړم د عقبا سفر ته
بس له دنيا څخه دنيا ته مي وړې

ولې په سترګوړوند شې غرق به مي کړې
خداى نه لرمه چي بوداته مي وړې

زما د زړه په وينوپايې ومرې
دوسمت مي دښمن ګڼې بدخواته مي وړې

شکر چي ومي پيژندې په ژوند کي
ډول خوښوې ډم يې ګډاته مي وړې

درنه پناه غواړمه نفسه! الهام
بريالى مه شې چي بلا ته مي وړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x