افغانستان

سرچینه: ۱۵ ایټالوي عسکر ټپيان شول، طالبان: ۱۸ ایټالوي عسکر مړه شول

attack_on_PRT_in_hiratنن ټکی اسیا: د هرات په هغه برید کي چي طالبانو يې مسولیت په غاړه واخیست، د ایټالیا د یوې رسنۍ انسا (Ansa)  د یوه باخبره چارواکي چي نوم یی نه غوښتلو څرګند شي، ویلي چي ۱۵ ایټالوي فوځیان ټپيان شوي دي.

ددې تر مخه یو بلي عسکري سرچیني چي هم یې د نوم نه څرګندولو غوښتنه کړې ویلي وو، چي ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

خو طالبانو په دغه برید کې د ۱۸ بهرني ځواکونو د وژلو راپور ورکړی، او زیاته کړې چي تر مازیګره لا جګړه روانه وه،

او ځايي طالبان غواړي چي تر شپي پوري جګړه وځنډوي.

خو چارواکو ددغو عملیاتو د بشپړیدا خبر ورکړی، او ویلي چي ۳ تنه بریدګر يې وژلي او یوه يې بیا ورسته خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د طالبانو په راپور کي راغلي چي لومړی یو تن فدايي بریدګر خپل مازدا ډوله موټر د پي آر ټي د مرکز د دروازې سره وجنګوی، او په دغه طریقه يې نورو ته لاره خلاصه کړه، چي هغوی بیا په خپل وار مرکز ته دننه سوله او هلته يې پر بهرني ځواکونو جګړه پيل کړه، او دوه تنه نور مرکز ته څیرمه یو جګ تعمیر ته پورته سوله، او دهغه ځایه څخه يې بهرنیان په نښه کړه.

ددغه راپور پر اساس ویل شوي چي په برید کې تر مازیګره چي لا جګړه روانه وه، اتلس (۱۸) ایټالوي عسکر ووژل شوه.

ملکي کسانو ته مرګ ژوبلي په اړه راپور وايي چي د طالبانو یو بل برید ګر چي دنده يې درلودل چي د خپل موټر بم سره سیمي ته ځان را ورسوي او په عملیاتو کي برخه واخلي، د امنیتي چارواکو له خوا کشف سو، او ډزي پر وسوې چي د هرات په ښار کې د سینما سره وچاودید، او له امله یې ګن شمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x