نړۍ

سي ای اې د بندیانو له ځورولو دفاع کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د سي ای اې عمومي مديرجان برينن د سي ای اې له خوا پر بنديانو د شکنجو، زورونو او رواني تکليفونو دفاع کوي.

جان برينن منلې، چې د سي ای اې چارواکو ځينې کړنې د نفرت وړ وې، ځکه چې يو شمېر کارګرانو د دوی له لارښوونو پرته ناوړه کړنې ترسره کړې وې، مګر نوموړي د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې پر بنديانو د تېريو او شکنجو دفاع کړې او دا کار يې د امريکايي ولس د ژغورنې ښه او مناسبه لار بللې ده.

جان برينن زياتوي: «د بنديانو شکنجې او رواني تعذيبونو سي ای اې ته ډېره ګټه رسولې او ډېر معلومات يې تر لاسه کړي دي.»

د سي ای اې د شکجنو په اړه د امريکا مشرانو جرګې په راپور کې راغلي، چې«واټر بورډنګ» اوبو کې غرقول او بنديان بې خوبه کول د معلوماتو په تر لاسه کولو کې هيڅ مرسته نه ده کړې او سي ای اې په دې اړه د امريکا سياستوال تېر ايستلي دي.

د پخواني ولسمشر جارج بوش ادارې د سي ای اې پر راپور باور کړی دی.

د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال ډک چيني امريکايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د سنا په راپور کې ډېرې تېروتنې دي.

«د امريکايي مشرانو جرګې راپور بې ځايه دی او د سي ای اې کړنې او پرېکړې پر ځای وې.»

د سي ای اې اوسنی مشر وايي، چې دا خبره معلومول ناشوني دي، چې د شکجنو له لارې يې له بنديانو څومره باوري معلومات تر لاسه کړي دي.

برينن په خپلو څرګندونو کې منلې، چې د پوښتنو ګرويږنو پر مهال بنديان شکنجه شوي، هر ډول بدني او رواني تکليفونه ورکول شوي دي، مګر دغو تکليفونو د معلوماتو په تر لاسه کولو کې ډېره مرسته کړې، مګر دی نه شي کولای، چې په دې اړه معلومات ورکړي.

د سي ای اې مشر جان برينن د امريکا ورجينا ايالت کې د سي ای اې مرکزي دفتر کې رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې ۲۰۰۱ م کال راهيسې د بنديانو په نيولو او تعذيبولو پر امريکا د نورو بريدونو او ګواښونو مخنيوی کړی دی او افغانستان کې د پيل شوې جګړې لومړی قرباني هم د سي ای اې غړی دی.

جان برينن د امريکا د مشرانو جرګې راپور د سي ای اې سپکاوی بللی او زياته کړې يې ده، چې که د مشرانو جرګه د خپلو استخباراتو غړي د جلادانو په توګه معرفي کوي، نو بيا داسې هم شونې ده، چې نړۍ کې يو شمېر خلک پر سي ای اې د قتل او دښمنۍ تورونه ولګوي او په دې تورونو يې نړيوالې محکمې ته کش کړي.

وال سټريټ ژورنال د سي ای اې د پخوانيو مشرانو جارج ټينټ، پوټر ګوش او مايکل هيډن له قوله ليکلي، چې د مشرانو جرګې راپور له حقايقو مخالف دی او د سي ای اې د شکنجو دفاع يې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x