
افغان بروسلي – انځورونه
نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): داسې څوک به نه وي چې د جنګي هنرونو او کانګفو اتل بروسلي له نوم سره اشنا نه وي خو بروسلي ته ورته څیره لرونکی افغان عکسونو او ویډیو په انترنیت کې له توقع زیات مشهور شول.
دغه افغان ځوان۲۰ کلن دی، په قوم هزاره او عباس علي زاده نومیږي. عباس علي زاده ویډیو او عکسونه په اجتماعي رسنیو کې ډیر زیات کتونکي جذب کړ.
نوموړي ته یو شمېر نژاد پرستو د «بروس هزاره» لقب ورکړی خو عباس دا رد کړی او وايي چې دی «افغان» دی او د هزاره پر ځای افغان خوښوي.





