افغانستان

اشرف غني څلورو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني څلور وزارتونو ته نوي سرپرست وزیران وټاکل.

دغه وزارتونو کې بهرنیو چارو، مالیې، ښځو او تجارت او صنایعو شامل دي.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور په اساس د ولسمشر اشرف غني د فرمان په اساس محمد مصطفی مستور د مالیې وزارت سرپرست، سیده مژګان د ښځو چارو وزارت سرپرسته وزیره، مزمل شینواری د تجارت سرپرست وزیر او عتیق الله عاطف مل د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

دغه سرپرست وزیران په داسې حال کې ټاکل کیږي چې لا هم د حکومت د دواړ مشرانو اشرف غني او عبدالله تر منځ د کابېنې پر سر شخړې روانې دي او کابینه نه ده اعلان شوې.

اشرف غني د لوړې پر ورځ ژمنه وکړه چې د یوې نیمې میاشتې دننه به کابینه وټاکي خو د دوو میاشتو په تیریدو سره لا هم کابینه نه ده ټاکل شوې.

کابینې ته د نوي سرپرست وزیرانو ټاکل ولسي جرګې د قانون خلاف بللي دي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر ویلي چې د قانون له مخې د سرپرست وزیرانو د کار موده پای ته رسېدلې وه. معینان د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل د حکومت دغه کار د قانون خلاف دی.

د هرات ولایت استازي غلام فاروق مجروح ویلي چې د سرپرستانو په توګه د معینانو په ټاکلو حکومت له قانون څخه تېښته کړې. نوموړي زیاته کړې چې دغه کار به نور هم ستونزې زیاتې کړي.

همدا راز د کندوز استازې شکريه پيکان په دې باور ده ،چې د سرپرستانو په توګه د مرستيال وزيرانو ټاکل په هېواد کې د روانو ستونزو کچه نوره هم لوړه وي .

اشرف غني د لیندۍ پر ۹مه د افغانستان خلکو ته د ملي تلویزون له لارې په وینا کې د ټولو وزارتونو معینان سرپرستان اعلان کړل او سرپرست وزیران یې له دندو لرې کړل.

نوموړي د بهرنیو چارو، ماليې، تجارت او صنایعو، ښځو چارو سرپرست وزیران چې د ولسمشر سره د برتانیې په رسمي سفر کې ملګري وه پر خپلو دندو پريښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x