نظــر

له شکريې بارکزۍ وروسته وار د شينکۍ کړوخيل ده

لیکوال: نور رښتياپال

د ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيمونو تر منځ اختلافات او بې اعتمادي نوره له سرې کرښې او ښتې او اوس په دواړو غاړو کې سخت دريځي له يو بل سره په غير مستقيمه جګړه بوخت دي.

ويل کيږی په شکريې بارکزئ له مرګوني بريد وروسته چې نوموړې ژوندۍ ترې ووتله ، اوس د بهرنيو او کورنيو کشفي ارګانونو له لوري شينکۍ کړوخيل ته خبر داری ور کړل شوی چې شايد د يوه مرموز بريد ښکارشي .

شينکۍ کړوخيل چې ژور ولسي تعلقات لري ،د پارلمان يوه مهمه وکيله او داشرف غني له مهمو پلويانو څخه شميرل کيږي . د امريکا له مرکزي اسختباراتو يا سي آی اي سره ډير نږدې اړيکې لري .
د يوې کره امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې د شينکۍ کړوخيل د امنيت په برخه کې د ملي امنيت د رئيس رحمت الله نبيل او د سي ای اي د نماينده او نورو مهمو استخباراتي چارواکو ترمنځ يوه عاجله غونډه هم تر سره شوې . او دې ته يې مشوره ورکړې وه چې د موجودو امنيتي ګواښونو له وجې د څه وخت لپاره بهر ته ولاړه شي . سرچينه زياتوي چې شينکۍ کړوخيل د امنيتي مسئولينو له دغې مشورې وروسته د څه وخت لپاره د هندوستان هيواد ته هم تللې وه .

شينکۍ کړوخيل ته نږدې منابع وايي چې دغه ګواښونه آغلې شينکۍ ته د شورای نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري متوجه دي . له دې څخه دمخه هم په مصعوم ستانکزي او شکريې بارکزۍ په ترسره شويو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتيا خبرونه خپاره شوي وو. او داسې ادعا کيدله چې د شوری نظار ځانګړو استخباراتو طالبانو ته په دوی دواړو باندې د بريدونو زمينه برابره کړې وه . د يادونې وړ ده چي طالبانو تراوسه پورې د دې دواړو بريدونو مسئوليت نده منلی. د کره معلوماتو له مخې د اشرف غني په کليدي ملاتړو، د غو مرموزو بريدونو بهرني او کورني استخبارات له سخت فشار سره مخ کړي . او د جنرال ياسين په نامه يوکس يې چې د سولې عالي شوراته د ملي امنيت نماينده هم ده د دغو مرموزو بريدونو د پلټنې لپاره ټاکلی .

د اشرف غني د پلويانو له پټو مجلسونو څخه راوتلي پټ معلومات ښيي چې سی آی اي ، ملي امنيت او د اشرف غني امنيتی سلاکاران ټو ل په دې باور دي چې د اشرف غنی په کليدي پلويانو د غه بريدونه د ځينو بهرنيو استخباراتي کړيو په اشاره د والي عطامحمد نور او د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري چې مشر يې انجنر عارف او مرستيال يې دولت مير ده ، ترسره کيږي. او امرالله طالح هم مهمه ونډه پکې لري.

سی آی اي او امنيت ملي هڅه کوي چې په د غو بريدونو کې د شوری نظار لاس درلودل مستند او شواهد پرې پيداکړي.

داستخباراتي چارو د شنونکو له آنده د د غو بريدونو پيچلتيا ته په کتو ، دا ډيره ګرانه ښکاري چې په نږدې راتلونکي کې سی آی اي او امنيت ملي په دغو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتيا په اړه مستند شواهد تر لاسه کړي .

او کيدای شي د سی آی اي او امنيت ملي د دغه سوړ چلند له امله د اشرف غني په نورو مهمو پلويانو هم مرګوني بريدونه تر سره شی . ځکه د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو په سر کې ډير په کار پوه او دترور او قتل په برخه کې تجربه لرونکي کسان قرار لري . او په امنيتی او نظامی ارګانونو کې له پراخ نفوذ نه برخمن دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx