افغانستان

ایساف: چورلکي بیړنی ناسته کړې او یو عسکر په کښي وژل شوی دی

crashed_halicapterنن ټکی آسیا: ایساف ویلي چي د افغانستان په جنوب کې ددوی یوې چورلکې بیړنی ناسته کړې چي له کبله يې یو عسکر هم وژل شوی دی.

په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د یوې چورلکې د غورځیدو له امله ددوی یو تن عسکر ووژل شو.

د خبرپاڼي په اساس تر اوسه د پيښي علت نه دی څرګند، او په اړه پلټني پيل شوی دي.

خبرپاڼي د ایساف د سیاست له مخي دا نه دي څرګند کړي چي عسکر د کوم هیواد وو، او چورلکه چیري لویدلې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره شپه طالبانو د زابل ولایت د دای چوپان د ولسوالۍ د شوی په سیمه کې د بهرني ځواکونو یوه چورلکه په ډزو سره را نسکوره کړه، چي په ترڅ کې يې په چورلکه کې سپاره کسان ژوبل او مړه شول.

د یادوني وړ ده چي ددې تر مخه ایساف په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چي تیره ورځ ددوی چورلکه لویدلې، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې خبر ورکړی وو، چي هیڅ یو تن هم نه ژوبل شوی او نه وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x