افغانستان

د تیلو بيې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): نړیوال بازار کې د خامو تیلو د بیو د کښته کېدو سلسله لا هم روانه ده، خامو تیلو بیې په تېرو پنځو کلونو کې ټيټې کچې ته راکوزې شوي.

د تيلو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو نړیوال سازمان اوپيک نن د جمعې په ورځ د یو بیرل تیلو بیه ۲،۸۸ ډالر کښته کړه چې له کبله یې په تېرو ۵ کلونو کې د تیلو بیې تر ټولو ټيټې کچې ته کوزې شوې.

د تیلو یو بیرل په بیو کې د ۲،۸۸ ډالرو کمېدو سره د یو بیرل تیلو بیه ۶۲،۹۴ ډالرو ته ښکته شوې چې د ۲۰۰۹ز کال د جولايي د میاشتې څخه وروسته تر ټول ټيټه بیه ده.

خام تیلو بيې د تېرې اونۍ له پیله ۹ سلنه ټيټې شوي او د جون د میاشتې وروسته ۴۵ سلنه کمې شوي. په جون کې د یو بیرل خام تیلو بیه ۱۱۵ ډالر وه.

د اوپیک د ناستې وروسته د سعودي د تیلو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوي به د تیلو تولید راکم نه کړي.

نوموړي په وینا د اوپيک غړي هېوادونه د نړۍ ۳مه برخه تیل پیدا کوي.

اوپیک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۱۲ هېوادونو مشتمل دغه سازمان پریکړه کړې چې دوی به هره ورځ ۳۰ میلیونه بیرل اومه یا ناتصفیه شوي تیل تولیدوي.

اوپيک هېوادونه له تېرو ۳ کلونو راهیسې په دغه کچه روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x