افغانستان

اشرف غني د استقلال لیسې په برید کې د ټپي شویو پوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر د استقلال لیسې دننه د فرانسویانو په فرهنګي مرکز کې په سرتیري برید کې د ټپي شوو کسانو پوښتنه وکړه.

د استقلال لیسه چې د بهرنیو چارو وزارت، سرینا هوټل او ارګ سره څېرمه پرته ده، پرون په کې د فرانسویانو لخوا د سرتیرو بریدونو پر ضد فلم ښودل کیدلو چې سرتیری برید پرې وشو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي ویلي چې په برید کې د کابل د موسیقۍ مشر سرمست په شمول ۲۰ داخلي او بهرني کسان ټپیان شول او ۱ بهرنی چې ویل کیدل جرمنی تبعه دی، ووژل شو.

اشرف غني د موسیقۍ د انسټیټیوټ مشر سرمست او نورو ټپیانو پوښتنه په داسې حال کې کوي چې ۲ ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۵ تنه زده کوونکي چې د کانکور لپاره یې تیاری نیولو، ووژل.

اشرف غني د فرانسويانو په فرهنګي مرکز کې د ټپي شوو کسانو چې زیات شمېر يې د سرمست د سرمست د موسیقۍ د انسټیټوټ غړي، پوښتنه تر چاودنې دوه ساعته وروسته وکړله خو د پروان د پنځو زده کوونکو د وژنې په اړه یې لا هم هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړي د ټپیانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د دوی مخالفین فکر کوي، دوی ته یې ماتې ورکړی خو په دغو بریدونو دوی ته څوک ماتې نشي ورکولای.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پروان ولايت د پېښې په غبرګون ويلي چې د امريکايي ځواکونو له خوا د عامو افغانانو وژل او ځورول تر ټولو ستره ترهګري ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فرانسویانو پر کلتوري مرکز چاودنه غندلې خو د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شوو ۵ تنو زده کوونکو په اړه یې څه نه دي ویلي.

عام افغانان په دې تمه وو، چې ښايي ولسمشر د تیاتر تر ټپیانو وړاندې په سیاګرد کې د وژل شویو زده کوونکو او ټپيانو پوښتنه وکړې، خو داسې ښکاري، چې داسې به ونشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x