نړۍ

اسلامي دولت د عراق پنځلس لوی کلي ونيول

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): عربي رسنۍ د عراق د الانبار ولايت د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د عراقي عسکرو او اسلامي دولت د ځواکونو تر منځ له خونړيو جګړو وروسته اسلامي دولت د الانبار پنځلس لوی کلي ونيول.

العربيه تلويزون د الانبار ولايت البونمر قبيلې د خلکو په استناد راپور ورکړی، چې اسلامي دولت د جګړې پر مهال د دوی ۳۵ اربکيان نيولي او خپلو سيمو ته یې بیولي دي.

د اسلامي دولت له لوري دا پرمختګ په داسې حال کې روان دی، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف له تېرو څلورو مياشتو د اسلامي دولت پر مرکزونو او شاوخوا سيمو درنې بمبارۍ کوي.

په عين حال کې د ناټو عمومي سرمنشي د «ناټو او منځني ختيځ» د امنيت په اړه نن يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې اسلامي دولت د عراق او سوريې په ګډون ګردې نړۍ ته ګواښ دی او نړۍ بايد د اسلامي دولت پر ضد عملياتو کې برخه واخلي.

د ناټو مشر په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی د عراقي حکومت په غوښتنو فکر کوي او هڅه به وکړي، چې د اسلامي دولت پر ضد عراقي حکومت سره هر ډول مرستې وکړي.
د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د خپل منځي بې باورۍ له امله ناکام دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد د سعودي، ايران، اسراييلو، مصر او نورو سيمه ييزو او غربي هېوادونو ايتلاف له دې امله د ناکامۍ ښکار دی، چې دغه هېوادونه خپلو کې سره په ټکر کې دي او ډېری ايتلافي هېوادونه يو بل د خپلو ګټو دښمن بولي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف اساسي راټولوونکی محور د اسلامي دولت ګواښ دی.

امريکا د سعوي او ايران په ګډون د سيمې هېوادونه په دې وېرولي، چې اسلامي دولت د امريکا پر ځای د دوی لپاره ستر ګواښ دی او امريکا يوازې د يو مرستندوی په توګه دوی سره مرسته کوي.
د سعودي ستراتيژيکې ستونزې

د اسلامي دولت پر ضد د پيل شوې نړيوالې جګړې لومړی اشرباڼی سعودي عربستان دی او امريکا ته يې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي دولت پر ضد هر ډول مرستو ته تيار دي.

کارپوهان وايي، چې د اسلامي دولت ځپل د سعودي عربستان پر ځای ايران ته ډېر ګټور دي او دې سره سوريه، عراق او يمن کې د ايران ګټې خوندي کيږي.

د سعودي، ترکيې او قطر په ګډون ګڼ هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې د سوريې واکمن بشارالاسد له واکه ګوښه کړي، مګر تر اوسه په دې نه دي توانېدلي؛ ځکه چې د روس او ايران په ګډون د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه د بشارالاسد پلوي کوي او اوس چې د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه پيل شوي، نو د بشارالاسد واکمني هم خوندي شوه او د نړيوال ايتلاف هوايي بمبارۍ د اسلامي دولت او نورو جهادي ګوندونو په شمول د اسلامي دولت ولکې لاندې سيمو کې کيږي او مستقيمه ګټه يې بشارالاسد او ايران ته رسيږي او دا کار د سيمې او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان په زيان دی.

بل پلو د سعودي په ګاونډ يمن کې ايران پلوه شيعه وسله واله ډلې «حوثيانو» د يمن ډېرې سيمې ونيولې او اوس د يمن په واک شريک شول او هڅه کوي، چې د خپل ځواک ساحه دسعودي لور ته وغځوي.

يمن کې د حوثيانو يوازنی مقابله کوونکي القاعده جهادي ډله ده او سعودي عربستان دغه ډله ځپي، پلويان او خواخوږي يې نيسي او وژني يې او که حالات همداسې روان وي، نو په نژدې راتلونکې به حوثيان د يمن او سعودي ګڼې سيمې ونيسي.

حوثيان او ايران په ګډه هڅه کوي، چې د سعودي ميشتو شعيه ګانو سيمې په خپل کنټرول کې واخلي او د شاهي نظام پر ضد يې وسله وال پاڅون ته وهڅوي.

د سعودي ختيځ کې، چې تېل صادروونکې سيمه ده، ډېری اوسېدونکي يې شيعه دي، چې د سعودي د ګرد نفوس لس سلنه حسابيږي او د سعودي له شاهي نظامه ګيله من دي، چې په مهمو سياسي او نظامي چارو کې دوی ته برخه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x