افغاني عسکر یو بهرنی سرتیري په دزو وژلی
نن ټکی اسیا: د افغانستان په جنوب کې یو تن وسله وال چي د فوځ جامې يې په تن وي، یو بهرنی عسکر په ډزو وژلی.
ایساف خپل په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي پيښه نن د افغانستان په جنوب کي رامنځته شوله.
ایساف تر اوسه د وژل شوی عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی.
تر اوسه دا نه ده معلومه چي ایا دغه کس چي فوځي جامي يې په تن وي، د افغان د فوځ یو تن وو، او که طالب وو.
ایساف وايي په دې اړه يې تحقیقات پيل کړي دي.
بهرني او افغاني ځواکونه په څو څو واري د طالبانو له خوا په دغه تکتیک سره په نښه شوي دي، او د طالبانو له نظره يې خورا مهمه لاسته راوړني درلودلي دي.