افغانستان

غني د کابینې جوړیدو لپاره بیا درې اونۍ وټاکلې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني نن /جمعه، لیندۍ ۲۱مه/ دیني علماو، سیاسي مشرانو او قومي متفذینو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نوې کابینې د جوړیدو لپاره ۳ اونۍ وخت ورکړی.

اشرف غني افغانستان په اړه د لندن کانفرانس څخه وړاندې هم ژمنه کړې وه چې ۳ اونیو کې به نوې کابینه ولري، نوموړي ټول سرپرست وزیران له دندو ګوښه او پر ځای يې د وزارتونو مرستیال سرپرست وزیران وټاکل.

اشرف غني په ارګ کې د دیني عالمانو، سیاسي او قومي مشرانو ته په خبرو کې وویل چې د «ملي وحدت حکومت» د لومړیتوبونو څخه د نړیوالو مرستو راجلبول دي او دا دوی راجلبې کړي.

نوموړي یادونه ونه کړله چې ګډ حکومت کومې نوې مرستې راجلبې کړي دي.

ولسمشر زیاته کړې چې حکومت په داخلي ستونزو هم نظر لري او نوې کابینه به په درې اونیو کې وټاکي.

اشرف غني د لوړې پر ورځ ویلي و چې د یوې نیمې میاشتې دننه به نوې کابینه ولري خو په دوه میاشتنۍ موده کې لا هم ګډحکومت کابینه نه لري.

د کابینې پر سر لا هم د حکومت د دواړو مشرانو ډاکتر عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافات پر ځای پاتې دي.

غني په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د هېواد د ښې ادارې لپاره د نړیوالو مرستو راجلبول تر ټولو اړین دي.

ګډ حکومت چې د امریکا سفارت او امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب جوړ شو، د سختو اختلافاتو ښکار دی.

د حکومت په لومړیو ورځو کې اشرف غني قمرالدین شینواری لوی څارنوال وټاکه خو د عبدالله له لورې رد شو.

وروسته اشرف غني جنرال ظاهر له دندې استعفا ورکولو ته مجبور کړ خو ویل کیږي چې د عبدالله لخوا يې استعفا رد او بېرته پر دنده وګمارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x