نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې په ۴ ویکټو ماتې ورکولو سره د سیالیو دغه لړۍ ۱-۱ سره مساوي کړه.

لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستان ټاکل شوي اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې لپاره غوره توپ وهنه محمد حفیظ ۷۶، مصباح الحق ۴۷ او حارث سهیل ۳۳ منډو جوړولو سره وکړه.

نیوزیلینډي توپ اچونکو ښه لوبه وکړه او پاکستاني لوبډلې ته يي د زیاتو منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې انډرېسن ۱، میلني ۲، مېک کلنګن ۳ او هېنري ۴ ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنه کې نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۶ اورونو کې ۶ ویکټې له لاسه ورکولو سره پوره او پاکستاني لوبډلې ته يي په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ډیوسیچ ۵۸ او بروانلي ۴۷ منډې جوړې کړې. ویلیمسن ۷۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

پاکستان لپاره شاهد افریدی ۲ او حارث سهیل ۳ ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د