کوامي اجامو هغه تورپوستی امريکايي دی، چې ۱۷ کلنۍ د قتل په تور نيول شوی و او ۵۷کلنۍ ازاد شو

امریکايي محکمې ۱۷کلن تورن ته په ۵۷کلنۍ کې براءت ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): امريکا کې يو ځوان په ۱۷ کلنۍ کې د قتل په تور نيول شوی و او څلويښت کاله يې د محکمې په تمه د امريکا بېلابېل زندانونه وګالل او تېره ورځ امريکايي محکمې پرېکړه وکړه، چې نوموړی تور پوستی امريکايي بې ګناه نيول شوی و او بايد خوشې يې کړي.

دغه سړی «کوامي اجامو» نوميږي او نړۍ ته د بشريت او عدل درس ورکوونکي هېواد کې يې څلويښت کاله د محکمې په تمه زندانونو کې تېر کړل.

د کوامي اجامو په اړه د امريکايي محکمې پرېکړې په ټولنيزو شبکو کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او وايي، چې امريکا خو د بشريت د ژغورلو په نوم په پرديو هېوادونو يرغلونه کوي او خلکو ته يې د انصاف او ښيرازه ژوند ډاډ ورکوي، مګر خپل هېواد کې يې يو ۱۷ کلن ځوان د قتل په تور نيول کيږي، څلويښت کاله په زندان کې تېروي او د ۵۷ کلنۍ په عمر بيا محکمه براءت ورکوي، چې دی بې ځايه نيول شوی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د