د پي آر ټي پر ودانۍ باندي برید کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۳۵ ټپیان دی- انځورونه
نن ټکی آسیا: د هرات څخه چارواکي وايي چي په هغو چاودنو او بریدونو کې چي نن له غرمي مخکې د هراټ ښار کې پي آر ټي پر ودانۍ تر سره شول، ۴ تنه مړه او د دوو تنو بهرنیانو په ګډون ۳۵ ټپیان شوي دي.
د هرات روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چي روغتون ته د ۴ تنو مړي او ۳۳ تنه ټپيان را وړل شوي دي، چي ډیر یی ملکی وګړي دي.
د بلي خوا د هرات څخه یو امنیتي سرچیني ویلي چي د پي آر ټي په ودانۍ کي هم دوه تنه بهرنیان ټپیان شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم نن د هرات په ښار کې د پي آرټي پر دفتر باندي دوې پر لپسې چاودني وشولې چي بیا وسله والو دغه ودانۍ ته څیرمه یوه ودانۍ ونیوله او د هغه ځایه څخه يې پر ودانۍ ډزي پيل کړی، چي د مرکز له خوا هم پر هغو ډزي کیدلي، د عیني شاهدانو له قوله د پيښي پر ځای د بهرنیانو ۵ چورلکي هم ګرځیدلي چي د وسله والو سره يې په ډزو بوختي وي.
اسوشیتډ پریس وايي چي لږ ګړی تر مخه د ایټالیا دفاع وزارت خپل د ۵ عسکرو د ټپي کیدو تصدیق کړی.
ځینو چارواکو ویلي چي په نښته کې ۳ وسله وژل شوي او ۱ بل ټپي دی، چي د نیولو هڅي یی کيږي.
طالبانو ددې برید مسؤولیت اخیستی او ویاند يې قاري یوسف احمدي ویلي چي د هرات پر ودانۍ ۴ طالبانو چي په سپکو او درندو وسلو سمبال وه، برید وکړ، او هلته يې ددغه مرکز مخته په یوې جګي ودانۍ کې ځان خوندي کړی او دهغه ځایه څخه يې دغه مرکز کلابنده کړی، او اوس هم جګړه روانه ده.
قاري یوسف احمدي د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه را پور نه دی ورکړی.