افغانستان

روسي ورځپاڼه: طالبان به ژر پر افغانستان واکمن شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): «کومسومولسکايا‌پراوډا » روسي ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکايي عسکر له ديارلس کاله جګړې وروسته په رسمي توګه افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي، مګر بيا به هم ۱۲ زره امريکايي او ناټو عسکر د افغان امنيتي عسکرو د روزنې په موخه افغانستان کې پاتې وي.

ورځپاڼه دا په دې معنا ګڼي، چې افغان عسکر د طالبانو رحم ته پاتې دي او هغوی، چې هر څه پرې وغواړي کولای يې شي.

ورځپاڼه زياتوي، چې ديارلس کاله وړاندې واشنګټن اعلان کړی و، چې دوی طالبان له منځه وړي، ټول پلويان به يې وژني او افغانستان به د تل لپاره له طالبانو پاکوي او د همدې موخې لپاره يې ۱۴۰ زره عسکر افغانستان ته راولېږل.

« کومسومولسکايا‌پراوډا» ليکي، چې امريکا په افغانستان کې خپل زرګونه عسکر له لاسه ورکړل، زرګونه نور يې شل وشوټ خپلو هېوادونو ته ولاړل، په ميلياردونو ډالر يې ضايع شول، مګر د دې هر څه سربېره طالبان د افغانستان پر ډ‌ېرو برخو حاکم دي.

« د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویاړي، چې اسامه بن لادن يې وواژه، مګر اوس هم د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او کېدای شي په ډېره لنډه موده کې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.»

روسي ورځپاڼه کاږي، چې امريکا او ناټو افغانستان کې هغه تېروتنه وکړه، چې شوروي اتحاد په اتيايمو کلنو کې کړې وه او ځانونه يې د وينو په هغه ډنډ کې ښکيل کړل، چې بېرته ترې روغ راوتل ناشوني دي او د روسي يرغل پر مهال هم افغانانو ويل، چې دوی هيڅکله په خپل تاريخ کې پردي يرغلګر نه دي منلي او نه به یې ومني، مګر هغه مهال چا د افغانانو خبرو کې ته توجه نه کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x