
پروان: د امریکایانو په کتار زوروره چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه شاوخوا لس بجې په پروان ولایت کې په امریکايي عسکرو زوروره وچاودنه وشوه.
د پروان سرپرست والي بصیر سالنګی وایي چې دغه چاودنه په دوه سرکه سیمه کې شوې ده او په خبره يې دلته امریکايي عسکر د تېرېدو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه.
نوموړي وویل چې چاودنه د سړک د غاړي ځای پر ځای شوي ماین په وسیله شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.
په بګرام کې مېشتو امریکایانو هم د برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په کواسټر موټر او د فرانسې د کلتوري اتشې په غونډه کې په غبرګو سرتيرو بریدونو کې درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې.