افغانستان

د لوګر استازي: د دې ولایت درې ولسوالي سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي وايي چې د لوګر درې ولسوالي سقوط ته نږدې دي.

د لوګر د خلکو استازي وايي چې په لوګر کې ازره، خروار او څرخ ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو تر واک لاندې دي او ښايي په نږدې وخت کې سقوط وکړي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی وايي، چې د لوګر ولایت څرخ، ازره او خروار ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو تر واک لاندې دي، نوموړی وايي چې دوی څو ځله له دولته غوښتي چې د دې ولسوالیو اړوند دې چوپ نه پاتې کېږي، خو په خبره يې هیڅ مرسته يې نه ده کړې.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال هم د اکبر ستانکزي څرګندونې مني او په خبره يې د لوګر له امنیت سره د کابل امنیت تړلی دی.

د لوګر والي بیا وايي چې په لوګر کې د اندېښنې خبره نشته.

نیازمحمد امیري رسنیو ته ویلي چې په لوګر کې خلک له نا امنۍ سره مخ او عادت دي او دا وړاندې هم پېښېدل، ځکه خو دومره د اندېښنې خبره نه ده.
یاده دې وي د لوګر له خروار سره څېرمه د غزني ولایت زنخان ولسوالي  بشپړه د طالبانو تر واک لاندې ده او دولت په یاده ولسوالي کې تعمیر نه لري.

دولتي چارې يې د غزني په ښار کې په روضه نومي سیمه کې له یوې پوستې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ یوې روسۍ ورځپاڼې د طالبانو د بیا راګرځېدو او ژر حاکمیت خبر ورکړی و.

« کومسومولسکايا‌پراوډا» ليکي، چې امريکا په افغانستان کې خپل زرګونه عسکر له لاسه ورکړل، زرګونه نور يې شل وشوټ خپلو هېوادونو ته ولاړل، په ميلياردونو ډالر يې ضايع شول، مګر د دې هر څه سربېره طالبان د افغانستان پر ډ‌ېرو برخو حاکم دي.

« د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویاړي، چې اسامه بن لادن يې وواژه، مګر اوس هم د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او کېدای شي په ډېره لنډه موده کې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx