افغانستان

بدخشان کې د اردو چورلکې په کرایه عام خلک لېږدوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): سره  له دې چې د ملي اردو او ملي پولیسو د دولتي موټرو د شخصي استعمال اړوند لا وړاندې شکایتونه شوي دي، مګر په اړه يې کوم رسمي اقدام نه دی شوی.

په بدخشان کې خبره له موټرو پورته ده او د ملي اردو چورلکې شخصي استعمالېږي.

په بدخشان کې د ملي اردو چورلکې د پیسو په بدل کې د دې ولایت له يوې سیمې نه بلې سیمې ته خلک وړي را وړي.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې له مخې دوی په تر لاسه کړې ویډيو کې ګوري، چې د ملي اردو رسمي چورلکه له مرکزه خلک د پیسو په بدل کې تر ولسوالیو رسوي.

ورځپاڼه لیکي: «په دغه ولایت کې د ملي پوځ چورلکې د سورلۍ د ملي بس په توګه کاریږي او له مرکز فیض آباد څخه تر لرې ولسوالیو عام وګړي د پیسو په بدل کې لیږدوي او د معیار خلاف په یوه الوتکه کې لسګونه کسان له درنو بارونو سره یو ځای ولسوالیو ته وړي.»

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي، چې د دې چورلکې را ټوله شوې کرایه د پیلوټ جېب ته لوېږي، دې ورځپاڼې د نسي ولسوالي د نو اباد کلي د شجاع په نوم د یو تن له خولې لیکلي: «دغه پيسې پیلوټان اخلي، بل څوک یې نشي اخیستلی، یا همداسې کوي چې په خلکو کې یو استازی وټاکي هغه ورته پیسې ټولوي او بیا یې پیلوټ ته ورکوي او دا کار دلته اوس یوه سوداګري ګرځېدلې.»

د نوموړي په قول هغه پخپله دوه ځلې پکې سفر کړی دی، چې یو ځل يې اوه زره افغانۍ او بل ځل يې پنځه زره افغانۍ کرایې ورکړې دي.

د بدخشان خلک وايي چې دا عامه سوداګري هم د هرچا لپاره نه وي، کله کله په ولسوالیو کې عاجل ناروغان پیدا کېږي، خو په چورلکه کې هغه څوک لومړیتوب لري چې له پیلوټ او اړوند کسانو سره اړیکي ولري.

د دوی په قول د ملي اردو لوړپوړي مسوولین هم له پیلوټانو سره په پیسو کې شریک دي، ځکه خو څوک د دې دولتي وسیلي پر شخصي کارونې څه نه وايي.

بدخشان ته د کانکور د ازموینې په موخه په تللي هیت کې د کابل پوهنتون استاد محمد حامد همدرد هم و، سرنوشت د استاد همدرد له خولې لیکي: «له خلکو سره به د بارونو بوجۍ او درانه پاکټ هم وو او سورلۍ دومره ډيرې وې چې نږدې وه د کانکور لپاره تلونکي استادان او پوښتنې پر ځای پاتې شي.»

د بد خشان سیمه ییز مسوولین په دې اړه چوپه خوله دي، خو د دفاع وزارت ویاند وايي چې دوی به يې پلټنه وکړي، او په خبره يې که ثابته شي،  نو مخه به يې ونیسي.

تر دې وړاندې هم دولتي مسوولینو ته شکایتونه شوي دي، چې دولتي کارکوونکي د ولتي وسایل شخصي کاروي، دوی د ملي اردو او پولیسو په رینجرو کې میله ځایونو، هوټلونو او ودونو ته خپلې کورنۍ لېږدوي او ډېری وخت په ښارونو کې لیدل شوي چې یو رینجر موټر د واده یا هم خیرات لپاره تور دیګونه بار کړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x