افغانستان

په هرات ښار کې د دوو زورورو چاودنو وروسته ډزي رواني دي

په هرات ښار کې لږ ګړی تر مخه دوې پر لپسې چاودني وشولې، او ورسره ډزي هم پيل شولې، چي تر اوسه دوام لري.

د ځیني عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چي یوه چاودنه د هرات د پي آر ټي سره نژدې او بله د هرات د سینما سره شوې.

یو بل عیني شاهد د سیمي څخه خبر ورکړی چي د پي آر ټي سره نژدې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

دغه کس دا هم ویلي چي دسیمي څخه مړي او ټپیان روغتون ته وړل کیږي.

د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د ايټاليا د پي ار ټي دفتر ته نږدې يې د دوو زورورو چاودنو غږ اورېدلى دى.

هغه د مرګ ژوبلې د کچې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې نښته لا روانه ده او خلک له سيمې د تېښتې په حال کې دي.

د احمدي په وينا، لومړنۍ چاودنه شاوخوا ١١ بجې او ٢٠دقيقې واورېدل شوه او تر اوسه يې د مرګ ژوبلې کچه نه ده معلومه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x