انسان

ژباړه: دادمحمدناوک

روزها فكر من اين است و همه شب سخنم
كه چرا غافل از احوال دل خويشتنم
ز كجا آمده ام، آمدنم بهر چه بود
به كجا مى روم آخر ننمايى وطنم
«مولوی»

د هر انسان له پاره دغه مهمې پوښتنې ده چې ولې راغلى يم؟ خداى پاک ولې پيداکړى يم، يا ولې بايد ژوند وکړم؟ اميرالمؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي: : رحم الله امرء اعد لنفسه و استعد لرمسه و علم من اين؟ فى اين؟ و الى اين؟ الله جل جلاله دې پرهغه چاورحمېږي چې د ځان له پاره خپل ضروريات پوره کړي، او ګور ته ځان تيارکړي،هغه انسان چې په دې پوى شي،چې له کومه راغلى؟چېرته دى؟ او چېرته ځي؟

مولوي دغه نوراني خبره په پورتني شعرکې څومره ښه بيان کړې ده:

ز كجا آمده ام (من اين)، آمدنم بهر چه بود؟ (فى اين) به كجا مى روم آخر ننمايى وطنم؟ (الى اين).

المانى ژان فوارستي وايي: څومره چې بشريت وړاندې خي هغومره دغه سوال ډېر پيداکېږي،چې موږ نو ولې ومورو،دغه راتګ او تګ څه شى دى؟ همدارنګه يونانى فيلسوف سقراط وايي: بې پلټنې ژوند، د ژوند کولو ارزښت نه لري.
مخکې له دې چې د اسلامي عرفان او فلسفې له نظره د انسان دپيداښت هدف پيداکړو،لومړى به لاندې کرښې ولولئ:
1. هدف څه شى دى؟

هدف په لغت کې هغې نقطې او نښانې ته وايي،چې د غشي ويشتونکى يې په نښه کوي،اوغشى پر هماغه لوري ولي. او په دوديزو(عرفي) خبرو اترو(محاورو) کې دهغه اختياري کار پايلې ته ويل کېږي،چې يو عاقل مختار يې په دې تمه پيلوي، چې هماغې پايلې ته پر رسېدو به يې تماموي.داسې چې که ېي دکار پايله منظور نه وي، هغه کار تمام نه شي،اودغه پايلې ته ځکه (غايت) وايي،چې (منتهي اليه) ده. يعنې کارپرې تمامېږي،داچې دکار له پيله د فاعل په نيت کې وه(هدف او غرض) يې بولي او داچې د دې پايلې غوښتنه د کار له پاى سره د فاعل د اړيکي سبب شوه(غايي علت ) ګڼل کېږي.

نور شته…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د