افغانستان

د سترې محکمې د دارالانشاءريس ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د سترې محکمې د دار الانشاء ريس عتيق الله رؤوفي نن سهار اته بجې پلازمېنه کابل کې په يو چريکي بريد کې ووژل شو.

د افغانستان ګمرکاتو قانون د تنفیذ رییس او د قاضي عتیق الله رووفي ورور خلیق الله خلیق د نوموړي وژنه تایید کړې او ويلي یې دي چې نن سهار يې ورور د دفتر پر لوري روان و چې د پنځمې حوزې اړوند د دیوان بیګي په سیمه کې د مامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

نوموړي زیاته کړې چې ورور يې ۶۵ کاله عمر درلود او له تېرو څو کلونو راهیسې د سترې محکمې د دارالانشاء رییس و.

د کابل امنیه قومنداۍ د جانيي تحقیقاتو رییس مل پاسوال فرید افضلي هم د رووفي وژنه تایید کړې.

نوموړي ویلي چې د رووفي د وژنې انګیزه معلمه نه ده او جسد یې د څېړنو لپاره عدلي طب ته انتقال کړی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې د عتيق الله رؤوفي د وژنې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې دا کار د دوی د ښمنانو د له منځه وړلو د چريکي بريدونو برخه ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
s.khan

مشاالله ڈیره شه خبرونه نشرکوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x