
مجاهد: د کابل بریدونه د دولت د استخباراتو «مطلقه ناکامي» په ډاګه کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت د ریاست د هغې اعلاميې، چې د ګڼو طالبانو د نیولو خبره يې پکې کړه، په غبرګون کې ویلي، چې د دوی د ملګرو نیونه دروغ دي، او دوی يې په کلکه ردوي.
د ملي امنیت ریاست مسوولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ طالب بریدګر تر بریدونو وړاندې نیولي دي او په خبره يې د هغوی عملیات يې ناکام کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د حقایقو د پټولو لپاره ورته دعوې کوي چې په خبره يې هیڅ حقیقت نه لري.
طالب ویاند د دې اعلاميې په اوږدو کې وايي چې دوی دا «پوچه» ادعا په کلکه ردوي او په خبره يې دولتي لوری په ورته څرګندونو د خپل «خجالت» پټولو هڅه کوي.
مجاهد وايي: «په کابل کې د دښمن ځپونکو بریدونو دوام، د مجاهدینو قوت او د غلامې ادارې د استخباراتو مطلقه ناکامۍ بربنډه وي، دکابل استخبارات په ښارونو او کليو کې د ملکي او بې دفاع خلکو په نیولو، ځورولو او شکنجه کولو سره غواړي د مظلوم ملت څخه د مجاهدينو د بریدونو انتقام واخلي.»
په اعلامیه کې وړاندې راغلي: «څرنګه چې دښمن نشي کولای د مجاهدینو د بریدونو په کشف او خنثی کولو کې عملي اقدام وکړي، نو امريکایانو او نورو يرغلګرو بادارانوته کاذب ډاډ ورکوي او په غلطه توګه د مجاهدینو دنیولو او د بریدونو دخنثی کولو راپورونه خپروي.
د مجاهدینو سره الله تعالی مل ده، خپل ملت ورسره ملګری ده او د سپڅلو ارمانونو درلودونکی مجاهدين يې صف تشکيلوي، چې د کفر غلامان به يې په مخنيوي کې بریالی نشي. ان شاءالله»
دا په داسې حال کې دی، چې د طالبانو وروستیو بریدونو د امنیتي مسوولینو په منځ کې بې باوري لا پراخه کړې ده او ډېری پوځي کارپوهان په دې اند دي چې طالبان دغه بریدونه له دولتي نفوذه په ګټې ترسره کوي.