Juzjan321

جوزجان: خم آب ولسوالي سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د جوزجان ولایت ګڼ اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت خم آب ولسوالي سقوط ته نږدې ده.

د دوی په خبره په دې ولسوالي کې له مازیګر وروسته دولتي مسوولین د ګرځېدو را ګرځېدو واک نه لري او ساحه ټوله د طالبانو په لاس کې وي.

د جوزجان سیمه ییز چارواکي هم مني چې په دې ولسوالي کې طالبانو واک ټینګ کړی دی، خو په خبره يې په وړاندې يې عملیات روان دي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي چې دوی په خم آب کې د طالبانو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي دي، او په قول يې ژر به خپل واک په ټوله ساحه ټينګ کړي.

د جوزجان یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې په دې سیمه کې طالبان اوس لا ډېر شوي او زورور شوي دي، د ده په خبره امنیتي مسوولین له مازیګر وروسته ګزمه نشي کولای، که له دولتي تعمیرونو راووځي نو د طالبانو تر برید لاندې راځي.

د سیمې د اوسېدونکو په قول نه یواځې خم آب، بلکې اقچه، مینګجیک، مردیان او ګڼې نورې ولسوالي هم د طالبانو د نفوذ شاهدې دي او هغوی پکې په رڼا ورځ بریدونه کوي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي چې تر دې وړاندې په خم آب کې طالبان نه و، خو په خبره يې اوس  «ډېر زیات» پیدا شوي دي.

جوزجان په شمال کې هغه ولایت دی چې تر دې وړاندې ترې د امنیتي پېښو خبرونه کم رسنیز کېدل.

یاده دې وي دغه سیمه د نوي حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د زېږېدو ځای دی، چې څه موده وړاندې يې طالبان په سختو ټکو وګواښل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د