افغانستان

پکتيکا کې نهو پوليسو خپلې دندې پريښي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ کې د ملي پوليسو نهو تنو د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون په هڅو له خپلو دندو لاس اخيستی دی.

مجاهد زياتوي، چې دوی دغو پوليسو ته هرکلی او وايي او د دوی تر واک لاندې سيمو کې د خوندي ژوند ډاډ ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پوليس د خوشامند ولسوالۍ وتوخيلو او چوري کليو اوسيدونکي دي.

مجاهد د خبرپاڼې په ترڅ کې د تسليم شويو پوليسو نومونه هم رسنيو ته ليږلي دي.
۱ــ بابری دپير زوی
۲ــ رحمت الله د عبدالکریم زوی
۳ــ عتیق الله د پيرګي زوی
۴ــ عیسی خان د ببرک زوی
۵ــ محمد د ببرک زوی
۶ــ داؤد د ببرک زوی
۷ــ نواز خان د پيروزخان زوی
۸ ــ منګل د نادرخان زوی
۹ــ ببرک خان
بايد وويل شي، چې طالبانو ته د ملي اردو، پوليسو او دولتي چارواکو تسليميدل او له دندو يې لاس اخيستل د ورځنيو خبرونو برخه ده او هره ورځ د هېواد په لرو بر کې ګڼ شمېر دولتي چارواکي د طالبانو په هڅو له دولتي ليکو راوځي، يا خپل عادي ژوند کوي او يا هم د طالبانو ليکو ته ورځي.

طالبانو د دولتي چارواکو د راجلبولو لپاره د دعوت او ارشاد او جلب و جذب په نوم دوه کميسيونونه ټاکلي او هڅې کوي، چې ملي اردو، پوليس او دولتي چارواکي له حکومتي دندو راوګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x