افغانستان

هلمند: په چاودنه کې درې پولیس مړه او یو بل ټپي شوی دی

police_vehicle_IEDنن ټکی اسیا: د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو پر یو موټر بم چاودلی، چي له کبله يې ۳ تنه پولیس مړه او ۱ ټپي شوی دی.

دغه خبر نن سهار په کابل کي د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ورکړی، او ویلي يې دي، چي تیره ورځ مازیګر په سیمه ایز وخت پنځو بجو او پنځه څلویښت دقیقو دهلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د تریخ ناور په سیمه کې د ملي پولیسو د سپرلیو پر

موټر ماین چاودیدلی، چي له کبله یې په موټر کي سپاره ۳ تنه پولیس مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د خبرپاڼي له وینا ټپي شوی عسکر د درملني لپاره روغتون ته وړل شوی دی. طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x