افغانستان

بګرام: چاودنې پنځه امریکايي پوځیان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو درنه چاودنه شوې چې له امله یې ۵ پوځیان وژل شوي.

ایساف ځواکونو منلې چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی دوه عسکر وژل شوي.

دوی د پېښې دقیق ځای او د وژل شوو هویت نه دی څرګند کړی.

د پروان ولایت سرپرست والي بصیر سالنګي هم پر بهرنیو ځواکونو د چاودنې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي چې د چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي چې چاودنه بېګا شپه شاوخوا ۱۰ بجې د بګرام په دوسرکه کې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې چاودیدونکي توکي په یوه پولچک کې ځای پر ځای شوي وو او له له دغې سیمې د بهرنیو ځواکونو ټانګونه تېریدل چې پرې وچادیدل.

قدوسي د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل خو د ټانګ په اړه یې وویل چې ویجاړ شوی دی.

د طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د بګرام په دوسرکه سیمه کې یې د یوې قوي چاودنې پر مټ ۵ امریکايي عسکر وژلي او ټانګ یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی.

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو چاودنه په داسې حال کې کیږي چې د تېرې چهارشنبې په مازیګر امریکایي بې پېلوټې الوتکې د همدې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې پنځه تنه زده کوونکي چې د کانکور لپاره یې تیاری کاوه شهیدان کړل.

د ۵ تنو متعلمینو شهادت په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر ضد سخت غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترټولو ستره پوځي اډه په بګرام ولسوالۍ کې ده. د بګرام هوايي ډګر د امریکا په ولکه کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حرب لله رښتين

موږ هغه مسلمان قوم یو چی د يوازاد اسلامی ملک اوسيدونکی يو ، غربی يلغرګرو راته اسلامی نطام چيه او زموږ په سلونو بی ګناه خلک يي ووژل او لانور يي وژني ، غيرتی مسلمانو ځوانانو غرپیانو ته داسي عبرت ورکړ ،چی د پخوا په شان يي ماتي ورکړه ، اوس هم افغانان متجاوزين او ډاراجونکي نه دی موږ خپل حق غواړو ،موږ خپل هيواد د پخواني شوروی اتحاد نه د سر په بدله ازاد کړی او یواخي ځمکه مو مطلب نه وو ، بلکي يو اسلامی نظام وو خو مکارې امريکا زموږ ټولی هلي ځلي په خاورو پدلی کړي… نور لوستل »

فضل الرحمن

د بګرامیو په سیمه کی پنڅه امریکایی سر تیر ی وزل شوید

محمودالغزنوی

لاترأوسه یی مخ شین ده لادمخ پاړسوب یی ندی ورک،،ماچی دهمت په څاپړیوځلی وهلی دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x