په کابل کې د شرابو ۳۱۵ بوتله نیول شوي دي
نن ټکی اسیا: تیره شپه د کابل په ښار کې دننه ۳۱۵ بوتله شراب ونیول شول.
په کابل کې د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون د رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چي تیره شپه د نومړي زون د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کار کوونکو د کابل ښار به څلورمه امنیتي حوزه کې د یو دوکان څخه چي خوراکي توکي په کښي پلورل کیدل، ۳۱۵ بوتله ډول ډول شراب ونیول.
د خبرپاڼي پر اساس د شرابو سره په تړاو یو تن هم نیول شوی چي تحقیقات ورڅخه روان دي.
په دې ورستیو کې په کابل او د افغانستان په نورو غټو ښارونو کې د الکوحلي مشروباتو استعمال خورا زیات سوی دی، او وخت په وخت امنیتي مسؤولین د بهر څخه افغانستان ته د الکوحلي مشروباتو د قاچاق خبرونه هم ورکوي، او په سرحدي سیمو کې ددا ډول موادو د نیول کیدو خبرونه هم ورکول کیږي.