خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت ـ (۲۲)

حامد افغان

4- له خلکو سره لیدل او ښېګڼه کول

دخلکو د مینې راجلبولو دری اسباب مو مخکي بیان کړل اوس راځو څلرم سبب ته چې هغه له خلکو سره لیدل او ملاقات کول دي، او له هغوی سره ښه کول دي، له خلکو سره لیدل او د هغوی د حال احوال پوښتنه کول د خلکو د میني راجلبولو ښه او اغیزمنه لاره ده، چې د ناروغ پوښتنه هم په دې کې راځي او په دې اړه مخکي موږ تفصيلات وړاندي کړي دي، د چا پوښتنه کول، کورته یې ورتګ او له خلکو سره صمیمانه اړیکي لرل د داعي او عالم له پاره ضروري دي، په دې سره هغه خلک فکر کوي چې زموږ په غم او ښادي ځان راشریکوي نو طبعاً یې مینه او محبت زیاتیږي، او په داسي حالت کې هغوی د ده خبري ته غوږ نيسي او ورسره مني یې.

دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کیسه را اخلو چې د یوه یهودي ځوان پوښتنې ته ورغلی و: انس رضی الله عنه وایي: یوه یهودي ځوان د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت کاوه هغه یو وخت ناروغ شو دی یې پوښتنې ته ورغی، د هغه سر ته کښېناست او ورته ویې ویل: اسلام ومنه! هغه ځوان خپل پلار ته وکتل، پلار یې ورته وویل: د ابوالقاسم (محمد صلی الله علیه وسلم) خبره ومنه، او هغه مسلمان شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت او ویې ویل: هغه ذات لره حمد او ثنا ده چې دی یې له اوره وژغوره. عن أنس -رضي الله عنه- قال: كان غلامٌ يهوديٌ يخدم النبي -صلى الله عليه وسلم- فمرض فأتاه النبي -صلى الله عليه وسلم- يعوده فقعد عند رأسه فقال له: «أسلم» فنظر إلى أبيه وهو عنده فقال له أطع أبا القاسم -صلى الله عليه وسلم- فأسلم فخرج النبي -صلى الله عليه وسلم- وهو يقول: «الحمد لله الذي أنقذه من النار». صحيح البخاري، 1/ 455، برقم: 1290.

5- تحفه او ډالۍ

د خلکو د مینې راجلبولو څلور اسباب مو مخکي بیان کړل اوس راځو پنځم سبب ته چې هغه خلکو ته تحفې او ډالۍ ورکول دي، په دې موضوع یو څه تفصيلي خبرې کوو.

یوه بل ته ډالۍ ورکول مینه زیاتوي

یوه بل ته ډالۍ اوتحفې ورکول نبوي سنت ده ، دا نبوي سنت مینه زیاتوي ، پردې سره نږدې کوي ، خپه وروڼه سره پخلا کوي ، دزړونو قلفونه خلاصوي ، سخت زړونه نرموي او د خلکو په منځ کې مینه اومحبت خپروي . داسې پریمانه نبوي سنت شتون لري چې هغه د زړونو په نږدېکولو کې پوره ونډه لري خو که دا سنت د هغه امتیان عملي اوپلې کړي ، دلته موږ د خدای دستر پیغمر صلی الله علیه وسلم په دې مهم سنت خبرې کوو چې هغه یوه بل ته تحفه او ډالۍ ورکول دي . موږ افغانان دا سنت د یوه دود په توګه هم لرو ، مسافر چې له سفره راستون شي خامخا خپلوانو او ملګرو ته تحفې او ډالۍ راوړي دا راز خورلڼه چې د پلار کره ورشي یا یې کوم خپلوان ورشي نو ډالۍ ورکوي او داسې نور . زما موخه داده چې داسپیڅلی سنت موږ باید په شرعي توګه وپیژنو او له نبوي لارښوونو سره یې سم عملي او پلی کړو په دې توګه به مو خپل دود شرعي چوکاټ ته اچولی وي او د “هم خورما اوهم ثواب” په څیر به مو دوه ګټې ترلاسه کړې وي .

په دې لړکې لومړی هغه مشهور روایت را اخلم چې د تحفي او ډالۍ په باره کې راغلی ده، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: تاسو یوه بل ته تحفې ورکوﺉ څومو په خپلو کې مینه پیداشي . تَهَادُوا تَحَابُّوا رواه البخاري في الأدب المفرد، ومالك، وصححه الألباني .

دکم اوډیر شي تحفه

رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله هم خلکو ته تحفې او ډالۍ ورکولې او له خلکو یې هم اخیستلې ، هغه ته به که چا هر څومره کم شی په تحفه کې ورکړ هم ده به اخیست او ویل به یې : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواه البخاري، یعني که زه تش وزرته وبلل شم ورځم ، داراز که ماته تش وزر یا د پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې ، ذراع د پسه یا بل څاروي وزر ته وایي او کراع یې لینګي ته وایي او هغه لینګی چې له غوښې خالي وي . علماء وایي: د دې مطلب دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څومره کمې تحفي او ډالۍ ته هم په درنه سترګه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هر څومره کمه ډالۍ ي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي .

متاسفانه زموږ په ټولنه کې دا یوه ستونزه شته چې کم شي ته په درنه نه ګورو که یو چاته کم شی په ډالۍ کې ورکړل شي نو وایي په دې شرمیده هم نه او داسې نور … او دا شرعاً غلط کار دی د خدای پیغمبر تش وزر هم قبلاوه . داراز که موږ یو څوک میلمه کړو او ښه خواړه ورنه کړو بیا هم میلمه خبرې کوې وایي: په سپیره شیروا یې کینولم ، هغه نه و، او دا نه وو .. ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ ، له غوښو خالي لینګې ته که زه وبلل شم خامخا به ورشم .

د زکات او ډالۍ توپیر

رسول الله صلی الله علیه وسلم زکات نه اخیست او ډالۍ یې اخیستله ، لکه په حدیث کې راغلي دي: عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ : كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يقبل الهدية، ولا يأكل الصدقة ، رواه أبو داود . یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم ډالۍ منله او زکات یې نه خوړ، امام ابن حجر وایي: په دې اړه نور هم ډیر حدیثونه راغلي دي او امام ابن عبدالبر وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د زکات شی نه خوړ او تحفه او ډالۍ یې خوړله ، د دې لامل دا و چې تحفه یوه ښیګڼه ده او تحفه ورکونکی په مقابل لورې باندې احسان نه باروي او په زکات کې دا ستونزه شته ، ځکه خو په زکات کې احسان بارول لویه ګناه بلل شوې ده لکه په سورت بقر ه کې دا موضوع څیړل شوې ده .

د تحفې او ډالۍ ثواب

په تحفه او ډالۍ ورکولو کې خورا زیات اجر او ثوابونه پراته دي په یوه روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: څوک چې یو چا ته د سپینو زرو څه ورکړي یا د پیو شی (غوا میږه او….) یا لار ور وښیي دومره اجر لري لکه یو مریی چې ازاد کړي . عن البرآء بن عازب ـ رضي الله عنه ـ: أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: من منح منيحة ورق ، أو منيحة لبن، أو هدى زقاقا كان له كعتق رقبة رواه أحمد .

د کفارو ډالۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم کفارو ته ډالۍ ورکړې دي او د کفارو ډالۍ یې منلې دي ، په روایت کې راځي: عن النعمان بن بشير ـ رضي الله عنه ـ قال: غزونا مع النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ تبوكَ ، وأَهْدَى ملكُ أَيْلَةَ للنبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ بغلةً بيضاءَ ، وكساهُ بُرْدًا . رواه البخاري . نعمان بن بشیر رضی الله عنه وایي: موږ د تبوک په غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو ، د(ایله) نومي ځای پاچا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپینه کچره ورکړه او څادر یې ورکړ .

په یوه بل روایت کې راغلي دي: د عیاض بن حمار په نامه یوکس وایي: ما رسول الله ته اوښه ورکړه ، هغه راته وویل : اسلام دې منلی ده ؟ ما ورته وویل: نه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زه د مشرکینو له تحفو منلو منعه کړل شوی یم ، يقول: عِياض بنُ حمار: أهديت للنبي – صلى الله عليه وسلم – ناقة فقال: أسلمتَ ؟!، فقلتُ: لا، فقال النبي – صلى الله عليه وسلم -: إني نُهيت عن زبْد المشركين . رواه أبو داود.

علماء وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم د اهل کتابو کفارو ډالۍ منلې او د مشرکانو او بوتپالو کفارو یې نه منلې ، ځکه د اهل کتابو ذبیحه هم روا ده او له هغوی سره واده هم روا ده ، دا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه کافر ډالۍ منله او هم یې ورکوله چې هغه به اسلام ته راغب و او تمه به کیده چې اسلام به ومني دا راز په ټولیزه توګه په کوم ځای کې به چې د مسلمانانو مصلحت او ګټه لیدل کیدله هلته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ډالۍ منلې لکه د مقوقس او د شام د پاچاهانو ډالۍ یې چې منلې وې .

په ځیني خلکو کې دا غلط فکر عام شوی ده چې له هرکافر نه باید نفرت او کرکه وکړل شي ، او هیڅ ډول اړیکه دي نه ورسره نیول کیږي، خو دا فکر د رسول الله صلي الله علیه وسلم د لارښوونو پر خلاف او نارواده ، له کفارو سره د اړیکو او تعلقاتو له پاره شریعت اصول او اداب معلوم کړي دي چې هغه په عدل او انصاف ولاړ دي او باید په هغه لاره تګ وکړل شي ، قرانکریم وایي: لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. الممتحنة، 8 . یعني کومو کفارو چې له تاسو سره په دین باندې جګړه نه وې کړې او تاسو یې له خپلو کورونو نه یﺉ ایستلې له هغوی سره له ښیګڼي او عادلانه چلند نه مو الله پاک نه منعه کوي ، بیشکه الله له عدل کوونکو سره مینه لرې .

دا ایت له کفارو سره د اړیکو په اړه ډیر واضح او روښانه ده یعني کومو کفارو چې په مسلمانانو تیری نه وې کړی له هغوی سره باید ښیګڼه (بِر) او عدل وکړل شي ، د زکات مال باید خامخا مسلمانانو ته ورکړل شي کافر ته یې ورکول نه دي روا، خو کوم کافر ته چې امید کیږې چې اسلام ته یې زړه مایل ده هغه ته زکات هم ورکول کیدلی شي او د “مؤلفة القلوب” په نامه په شریعت کې ځانګړی بحث او موضوع شتون لرې .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د