
ټکنالوژي
سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ عکسونه په ډاګه شول
نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): هغه څه چې تاسې په تصویر کې ګورئ د سامسنګ کمپنۍ نوی سمارټ فون دی کوم چې کاروونکو کې د ګلییکسي ایس ۶ او کمپنۍ کارکوونکو تر منځ د صفر پروژې په نوم مشهوره ده.
د ځینې راپورونو په بنسټ سامسنګ کمپنۍ غواړي خپل سمارټ فون ډیزاین او ځانګړتیاوې په مکمل ډول بدله کړي خو هغه څه چې په دغه تصویر کې لیدل کیږي له نورو ماډلونو سره کوم خاص توپیر نه لري که څه هم کیدی شي چې بازار ته وړاندې کیدونکی سمارټ فون له تصویر سره ډیر زیات توپیر ولري.
ویل کیږي چې ګیلیکسي ایس ۶ به لاندې ځانګړتیاوې لري:
۱- ۵.۲ انچه شیشه له ۱۴۴۰*۲۵۶۰ ریزولوشن یا QHD سره
۲- ۱۶ میګا پکسله شاتنۍ کامره
۳- ۵ میګا پکسله مخکینۍ کامره
۴- انډرویډ ۵ اپریټنګ سیسټم
۵- ۳۲، ۶۴ یا ۱۲۸ ګیګا بایټ فایل ثبتولو وړتیا
۶- تر ۱۲۸ ګیګا بایټ میموري کارډ قبلول
میګابایټ او که ګیګا بایټ میګابایټ مطلب ۱۲۸ ام بی کیدای شی چی پدی کښی سهوه شوی یاست نو هیله دی چی اصلاح یی کړی
مننه