ولسي جرګه: په کابینه کې باید دوه تابعیته وزیران نه وي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم د ګډ حکومت دواړه مشران د کابینې پرسر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

خو ګډ حکومت د نوي کابینې اړوند وروستی پرمختګ دا وښود چې په راتلونکیو دوو اونیو کې به کابینه اعلان شي، خو ولس وايي چې ورته ژمنې وړاندې هم شوې دي.

پر دې سربېره د ولسي جرګې غړو د تاییدي نظرونو په اکثریت پرېکړ وکړه چې په راتلونکې کابینه کې به دوه تابعیته وزیران نه وي.

د دوی په قول هغه څوک چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د کوم بل هېواد تابعیت هم ولري، خپل هېواد ته ژمن نه شي پاتې کېدی.
د ولسي جرګې غړو نن شنبه پرېکړه وکړه چې راتلونکي کې کابینه کې هغه څوک نشي وزیر کېدلای، چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د بل هېواد تابعیت هم ولري.

ولسي جرګې په داسې حال کې د راتلونکي کابینې لپاره دغه شرط ایښی دی، چې لاهم د کابینې د اعلان باوري وخت نه دی په ګوته شوی.

د کارپوهانو په نظر سره له دې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د دولت ډېری لوړپوړي مسوولین او آن د ولسي جرګې ځينې غړي دوه تابعیته پاتې شوي دي، د دې شرط عملي کول به د کابینې اعلان نور هم له ځنډ سره مخ کړي.
د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې په تېرېدو دي، خو لا هم د افغان کابیني څرک نه لګېږي،د کابیني له اعلان سره ګڼ دولتي کارونه په ټپه دريدلي او نږدې ټول  لوړپوړي حکومتي مسوولین د سرپرستانو  په توګه دندې اجرا کوي، چې سیاسي مبصرین يې د هېواد پر وړاندې خیانت بولي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر هم د کابینې د اعلان ځنډ له هېواد سره جفا وبلله او ويې ویل چې د کابیني ځنډول په لوی لاس فساد ته د وخت ورکولو په مانا دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د