خبرونهنړۍ

امريکا: په يو وسله‌وال بريد کې څلور زده‌کوونکي ټپيان شول

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د امريکايي رسنيو له قوله د اوريګان ايالت پورټلانډ ښار کې د نا څرګند وسله‌والو په ډزو کې د يو ښوونځي څلور زده‌کوونکي ټپيان شوي دي.

د اوريګان ايالت چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

د پورټلانډ پوليس وايي، چې د ټپيانو عمر د پنځلسو او ۱۹کالو تر منځ دی او د درې ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی او يوه ۱۹ کلنه نجلۍ سرسري ټپي شوي او روغتيايي حالت يې ډاډمن دی.

د امريکايي چارواکو له قوله، بريدګر په تېښته بريالی شوی او دوی يې پلټنه پيل کړې ده.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

له پېښې وروسته پورټلانډ ښار کې «روزماري انډرسون» ښوونځی د پلټنو په موخه تړل شوی دی.

د پورټلانډ پولیس وايي، چې د بريدګر قوي پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه کوم شکمن بريدګر نه دی نيولی.

په دې وروستيو کې امريکا او نورو لويديځو هېوادونو کې دغه ډول مرموز بريدونه او وژنې ډېرې شوي دي او يو شمېر امنيتي سرچينې دا کار د اسلامي دولت د پلويانو بولي.

څه موده وړاندې هم يو امريکايي ځوان دوه پوليسان په تبر وهلي وو او دواړه يې ټپيان کړي وو.

له هغې وروسته کاناډا کې هم يو موټر چلوونکي يو پوليس په موټر وواهه او ورپسې يو بل وسله وال د کاناډا پلازمېنه اوټاوا کې د پارلمان پر ودانۍ بريد وکړ او د پارلمان يو ساتونکی يې وواژه.

د «فرانسيسکو ګارسيا» په نوم يو بل امريکايي نظامي افسر چې له افغانستانه روغ تللی و، تېره مياشت لاس اينجلس ايالت کې د ناڅرګند بريدګر له خوا ووژل شو.

اسلامي دولت انټرنيټي جګړه هم وګټله

د امريکا ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کميسيون مشر مايکل مککاول« Michael McCaul » ويلي، چې اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم وګټله.

مايکل مک څه موده وړاندې د امريکا پارلمان ته د خبرو پر مهال وويل، چې اسلامي دولت لويديځو هېوادونو کې د انټرنيټ پر مټ خلک ځانته وربولي او د خپلو حکومتونو پر ضد یې وسله پاڅون ته هڅوي.

مايکل مککاول زياته کړه، چې دغه انفرادي بريدونه د لويديځو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او مخنيوی يې ناشونی دی.

مايکل مککاول په دې اند دی، چې دا مرموز بريدونه اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيبوي.

نوموړي زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو کې د اسلامي دولت پلويان د انټرنیټ له لارې په پټو او خوندي ځايونو کې سره يو ځای کيږي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته دوام ورکوي او د داسې بريدونو مخنيوی ډېر ناشونی دی.

مايکل مککاول وایي، چې د لويديځ پر ضد د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم اسلامي دولت وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x