افغانستان

په هلمند کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلي بهرني ځواکونو بخښنه وغوښته

boy_killed_by_nato_airstrike_helmandنن ټکی آسیا: ایساف په یو تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي دوی د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلي بخښنه غواړي.

خبرپاڼه د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د ایساف د ځواکونو د قوماندان جنرال جان تولان په حواله وايي، چي هغه په افغانستان کې د ایساف د عمومي قوماندان جنرال پټریاس او ایساف دګډي قوماندانۍ د قوماندان رودریګز په استازیتوب

د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د ایساف د بمبارۍ له کبله د نهو تنو ملکي وګړو پر وژلو بخښنه غواړي.

خبرپاڼي کي راغلي چي جنرال جان تولان د پيښي د قربانیانو سره خپله غمشریکي وړاندي کوي، او ویلي يي دي چي د ملکي وګړو ساتنه ددوی لومړیتوب دی.

خبرپاڼه نور زیاتوي چي په وړمه ورځ ۲۸-۵-۲۰۱۱ مخالفینو د نوزاد په ولسوالۍ کې د ایساف پر ګزمه برید وکړ چي له کبله يې د ایساف یو سرتیری ووژل شو، او بیا پنځو تنو وسله والو د یو کور څخه پر دوی برید ته دوام ورکړ، دوی مجبوره شول چي د هوايي ځواکونو څخه مرسته وغواړي، او د هغه له کبله يې یاده مرګ ژوبله را منځته سوله.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چي دوی اوس هم پر دغه پيښه پلټنو ته دوام ورکړی.

د یادوي وړ ده چي تیره ورځ د افغانستان ولس مشر حامد کرزي پر دغه پيښه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې وه، او ایساف ته يې د اخیري ځل لپاره خبرداری ورکړی وو، چي ددغسي کړنو څخه دي لاس واخلي.

بايد وويل شي چي تیره ورځ د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې د سلام بازار په سیمه کې د ایساف په بمباری کې ۱۴ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي وه، او ۶ نور ټپیان شوي وه، چي اکثره يې ماشومان او ښځي وې، چي بیا وروسته د قربانیانو خپلوانو دغه مړي او ټپيان د لښکرګاه ښار ته راوړي وه، او په دغه توګه يې خپل احتجاج تر حکومتي چارواکو ورسوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x