افغانستان

د المان دفاع وزیره بلخ ته راغله

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د المان دفاع وزیره په ناڅاپي سفر بلخ ته راغله او د ناټو تر چتر لاندې الماني عسکرو سره يې ولیدل.

د المان دفاع وزیره اورزولافون دیر لاین، د هېواد د پلازمېنې پر ځای نېغه مزارشریف ته تللې او هلته يې له خپلو مېشتو عسکرو سره کتنه وکړه.
دیر لاین د افغانستان حالات اندېښموونکی وګڼل او په خواشيني يې وویل چې ددوی له دیارلس کلن موجودیت سره سره لا هم د طالبانو زور نه دی اوبه شوی.

دیر لاین وویل چې لا هم د طالبانو بریدونه په زور کې دي او په خبره يې دا اندېښموونکې ده چې نړیوالو يې په دیارلس کاله کې مخه ونه نیوای شوای.

دیر لاین په داسې حال کې پخپل ناڅاپي سفر کې بلخ ولایت ته ځي، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم د افغان لوري له خبراوي پرته په پوځي اډه کې له امریکايي الوتکي کوز او د ناټو قومندان يې هرکلی وکړ.

المان د امریکا په مشرۍ د ناټو په یرغل کې د ۱۲۰۰ عسکرو په لرلو فعال برخه وال هېواد و، چې ویل کېږي د پوځي ماموریت له بشپړاوي وروسته به يې د سوفا د تړون له مخې ۸۵۰ عسکر پاتې شي، چې افغان عسکرو ته به روزنه، هڅونه او مشورې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx