افغانستان

چارواکي: په هلمند کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په واشیر ولسوالي کې په یوه برید کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیه قومنداني ویاند وايي چې په ماین پاکانو برید طالبانو کړی دی او په خبره يې دوولس تنه وژل شوي او دوولس نور هم ټپیان دي.
د امنیه قومنداني ویاند فریداحمد وايي چې برید د واشیر ولسوالي په شوراب سیمه کې شوی دی.

د امنیه قومنداني ویاند وايي بریدګر په موټر سایکلو سپاره و او په سیمه کې موجود ماین پاکان يې تر برید لاندې نیولي دي.

د سرچینې په قول ښايي په برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېره نوره هم لوړه شي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x