د افغانستان په جنوب کې د بهرنیانو چورلکي بیړنی ناسته کړی
نن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو رسنیز مرکز په کابل کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کې د ایساف یوې چورلکې بیړنی ناسته وکړه، خو په الوتکه کې سپرو کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.
خبرپاڼه وایي چي په دې پيښه کې د وسله والو طالبانو هیڅ لاس نسته، او زیاته کړې چي پيښه د بهرني ځواکونو له خوا تر پلټني لاندي ده.
ایساف هر وخت د خپلو الوتکو په اړه داسي وايي، خو کله کله بیا وروسته د مرګ ژوبلي اعلان هم وکړي، او طالبانو هم تر اوسه ددې پيښي په اړه کوم خبر نه دی ورکړی.