افغانستان

کابل: دفاع وزارت مامورینو پر موټر چاودنه وشوه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): لږه شېبه وړاندې د ګزرګاه سره نيږدې چاودنه شوې.

د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې چاودنه د دفاع وزارت د مامورینو پر یوه ۳۰۳ ډوله موټر شوې.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه واخېست.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې «مازديګر دکابل ښار پل ارتل سیمه کې د مزدورو عسکرو یو بس موتر تر فدايي برید لاندې راغی، ګڼ مزدور عسکر قتل او ټپيان دي.»

چارواکو منلې چې چاودنه د ملي دفاع وزارت پر منسوبینو شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی ته څوارلس تنه ټپيان وروړل شوي دي.

په تېرو ۳ ورځو کې دا درېیمه چاودنه ده چې په کابل کې کیږي.

لومړۍ چاودنې د ملي اردو بس، دوهمه د فرانسویانو په کلتوري مرکز او درېیمه یې اوسنۍ ده.

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تلفات زیات دي.

په ۳۰۳ بس کې ټول سپاره کسان سوځېدلي د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحماني د پېښې په سیمه کې رسنیو ته همدا شېبه وویل: «د بس دننه چې په بشپړ ډول سوځېدلی، زموږ څېړنې دوام لري. تر اوسه معلومه نه ده چې سرتېری برید و او که مقناطیسي ماین و. تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیقه خبره نه شم کولای». نور جزییات وروسته

http://www.youtube.com/watch?v=wkRCxRUGSP4&feature=youtu.be 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x