ورزش

هندوستان له استرالیا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او هندوستان لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې استرالیا د هندوستان لوبډلې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر ګټلی و او توپ وهنې پرکړه يي کړې وه. په لومړۍ پړاو توپ وهنه کې استرالیايي لوبډلې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۱۷ منډې جوړې کړې چې دغه هدف ټاکلو کې د سمیت ۱۶۲، وارنر ۱۴۵ او کلارک ۱۲۸ منډې د یادولو وړ دي.

هیره دې نه وي چې د لوبې لومړۍ پړاو کې سمیت ۱۶۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د هندوستان لپاره محمد شامی، ارون او شرما دوه دوه ویکټې واخیستې.

هندوستان خپل لومړۍ پړاو توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۴۴ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د کولي ۱۱۵، پوجارا ۷۳ او رحانې ۶۲ منډې شاملې دي.

استرالیا لپاره لیون ۵، سېډل ۲ او جونسن ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې دوهم پړاو کې د استرالیا لوبډلې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. دوهم پړاو کې وارنر ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

هندوستان په ځوابي توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۳۱۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۴۸ منډو وبایلله. د ویراټ کولي ۱۴۱ او ویجې ۹۹ منډې د یادولو وړ دي.

توپ اچونکی لیون ۷ ویکټې اخیستلو سره د استرالیا لپاره تر ټولو غوره توپ اچونکی ثابت شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x