افغانستان

دظلم انجام- لیکنه: سید سعید

talqan_muzahiraلیکنه: سید سعید

دافغانستان په شمال کي تخاریوله هغوولایتونوڅخه دی چي په دې وروستیوکي یې دنړیوالوپام ځانه ته واړاوه ،لومړی کله چي دمئ پر۱۸مه ولسي خلګودیرغلګروله خوادملکي وژنودغبرګون په ترڅ کي په لاریون لاس پوري کړ او دلاریون په دوران کي کورنیو او بهرنیوسخت زړو عسکرو پرې دټوپکوخولې ورواړولې  چي په پایله کي یې ۱۳۵ تنه بې ګناه – بې دفاع هیوادوال شهیدان اوټپیان سول .

دوهمه پیښه پرونۍ هغه وه چي ۳۰۳دشمال زون دامنیت قوماندان  جنرال داود، دتخارامنیه قوماندان شاجهان نوري  ، څلورجرمني افسران  اوګڼ  شمېر پخواني ټوپکي اواوسني په اصطلاح اربکي  قوماندانان پکښي ووژل سول اودغه راز دشمال لپاره دناټوعمومي قوماندان بیا له ډیرو کورنیو او بهرنیو پوځیانوپه ګډون ژوبل سوی او د والي جبارتقوی په اړه خو لا تر اوسه هم ضدونقیض راپورونه خپریږي چي په غالب احتمال ښایې هغه هم د داود او نوري سره ملګری سوی وي .

دافغانستان وضعیت ورځ تر بلي یوعجیب رنګ خپلوي دبېلګې په توګه نیواکګر اوملاتړی رژیم یې تربل هروخت زیات دطالبانودکمزورۍ ادعاوي کوي ، له یوې خوا دطالبانو څخه د پراخو سیمو دلاندي کولو وایې او له  بلي خوا بیا تقریبا هره ورځ دخپلو مخالفینو دتسلیمۍ په اړه کنفرانسونه دایروي  او وایې چي: په لسهاوو وسلوال مخالفان یې ددولت سره یوځای سوي دي .

خودپام وړ دا چي نه یوازي دطالبانو په لیکواوفعالیتونو کي کمښت نه ترسترګوکیږي ، بلکي فعالیتونه یې لاپسي پراخیږي اودهیواد ګوټ ګوټ ته خپریږي چي تبعا دکارونو پراختیا او پرمختیاخپله دپرسونل ډیرښت په زبات رسوي چي دتخار پرونۍ پیښه یې جوته نمونه بلل کیږي .

طالبانو به پخوا ډیر کم په شمال کي بریدونه کول مګر اوس دشمال له سمت  څخه دهغوی دخورا ډیرو او حیرانونکو حملو راپورونه  ورکول کیږي ، څو ورځي مخکي مي د اشنا راډیو څخه واوریدله چي پر یونیم سل موټرسایکلونوسپرو طالبانو دجوزجان ولایت مرکزي سیموته نژدې دپوځیانوپر یولوي غونډ زوروره حمله وکړه اوترحملې وروسته له سیمي په وتلو بریالي سوي دي .

تر هغه مخکي بیا په  فاریاب کي دجنرال مالک پر ورورګل محمدپهلوان  اوساتونکو یې برید، دکندوز دپخواني والي انجنیر عمر او امنیه قوماندان یې سیدخیلي وژنه یاده ولای سو.

اوس خوآن په هغوسیموکي لاهم دطالبانودنفوذ او فعالیت ویل کیږي چي دواکمنۍ پرمهال یې په ولکه کولونه وو توانیدلي  لکه دبدخشان او پنجشیر بیلابیلي سیمي ، دتخار خواجه بهاوالدین او دسرپل دره صوف او نورو کي چي لاهم دطالبانودنفوذلمن پکښي دخپریدوپه حال کي ده  .

دجنرال داود، مولاناشاجهان  ، جبارتقوی  اونورو مرګ ژوبله  به ښایې دمئ د۱۸مي نیټې دمظلومو مظاهره چیانو دبې رحمانه اوبې موجبه وژنو او دزرهاوو افغانانو په تیره بیاپه شمال کي دمیشتو پښتنو دځورني اوشکوني  ازار وي چي له خپلوقصرونوڅخه یې وټوپکیانوته دهغوی دوژلو، ژوبلولو او نیولو قوماندې صادرولې او ټوپکیانو یې هم په پوره اخلاص !! دمرمیو باړونه پرې وچلول . دکونډو،یتیمانو او په ټوله کي دافغان مظلوم ملت د آهونو غشي به هرو مرو ددین او وطن ددښمنانو پر ټټرونو لګیږي ، هغه که ږیره ور او بې ږیري چپن پوښان وي او که نیکټایې لرونکي په اصطلاح مجاهدین اومنحرفین وي.

لکه هغه شهید شاعرچي وایې :

ګوره قاتله ! انتقام نه چي بیغمه نشې

دکسات غشي لا اوس هم له دې قبرونو وزي

«عبرت »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x