ورزش

سریلانکا یو ځل بیا انګلینډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نن د انګلینډ او سریلانکا تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو شپږمه لوبه وه کوم کې چې سریلانکا د انګلینډ لوبډلې ته په ۹۰ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي لوبډلې ټاکل شوي اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۲ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې سنګکارا ۱۱۲ او دلشان ۶۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره فېن، ووکس، جورډن دوه دوه او ټریډوېل یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې انګلینډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۹۰ منډو په توپیر وبایلله. د انګلینډ لپاره د رووټ ۵۵ او ووکس ۴۱ منډې د یادولو وړ دي.

د سریلانکا لپاره دلشان ۲، سینانیک ۳ او لکمل ۴ ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x