افغانستان

ایران څلورنیم لکو افغان مهاجرینو ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): ایران هغو څلورنیم لکو افغانانو ته چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې د مهاجر په صفت اوسیږي، د اوسیدو لپاره ۶ میاشتې نور وخت ورکړ.

د ګډ حکومت د اجراییه ریاست لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تصمیم د اجراییه رییس دوهم مرستیال محمدمحقق تر سفر وروسته نیول شوی.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د میزان په میاشت کې د ایران حکومت اعلان وکړ چې د بهرنیو اتباعو چې زیات شمېر يې افغانان دي، قانوني وخت په قوس میاشت کې ختمیږي او د جدي تر لومړۍ نیټې وروسته کوم کسان چې قانوني اسناد نه لري، وبه نیول شي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د اوسیدونکو لپاره چې زیاتره یې افغانان دي په ۱۳۸۹ کې د «تنظیم او سنبالولو طرحه» اجرا کړه چې له مخې یې ټول بهرني اوسیدونکو نوم ثبتیږي.

د افغانانو «تظیم او ثبت طرحه» په ایران کې د افغانانو د اوسیدونکو لپاره قانوني جواز دی، او ددغې طرحې له مخې افغانان د بیمې، تحصیل او یو شمېر نورو اسانتیاو څخه برخمن کيږي.

د دغې طرحې په اساس په ایران کې اوسیدونکي افغانان باید د ایران لخوا ورکړل شوې کارت یا افغاني تذکره ولري.

اوسمهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په ایران کې اوسیږي. ددغو افغانانو له منځه ۵۰ سلنه په رسمي ډول او پاتې نور ۵۰ سلنه په غیر رسمي توګه ژوند کوي.
زیات شمېر افغانان د کار لپاره هم دغه هېواد ته ځي.

ایران حکومت چې په نژادي او مذهبي تبعیض مشهور دی، له افغان مهاجرینو سره خورا بد چلند کوي، په نشيي توکو يې روږدي کوي او له مذهبه یې اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x