افغانستان

خوست: په شپني عملیاتو کې ایساف یوه مرمن مړه او څلور تنه له ځان سره بوتلل

night_raidنن ټکی آسیا: تیره شپه بهرنیو ځواکونو د خوست ولایت په مرکز کې پر یو کور عملیات وکړه، چي په ترڅ کې یوه میرمنه ووژل شوه، او د کور څلور تنه غړي بهرنیو ځواکونو له ځانه سره بوتله.

د خوست مرکز د مزغوره د کلي یو اوسیدونکي ویلي چي تیره شپه د بهرنیو ځواکو ددوی د کلي پر یو کور عملیات تر سره کړل، چي په ترڅ کې يې یوه میرمن مړه او د کورنۍ څلور تنه غړي له ځانه سره بوتلل.

هغه زیاته کړه چي وژل شوي کسان ټول ولسي کسان دي، او د هیڅ یو وسلوالي ډلي سره اړیکي نه لری.

د ایساف رسنیز مرکز ویلي چي دوی تیره شپه د خوست ولایت د موسد خیل په ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د یو تن په ضد عملیات تر سره کړه، چي پر ترڅ کې یوه وسله واله میرمن مړه او یو شمیر شکمن کسان ونیول شول.

ایساف وویل چي د عملیاتو په دوران کي یو کس د راکټ سره را څرګند شو، چي دوی ډزي پر وکړي، او کله چي يې له نیژدو وکتله، هغه میرمنه وه.

د یادوني وړ ده چي ایساف په تخار ولایت کې هم په ورته عملیاتو کې دوه تنه میرمني او دوه تنه نارینه وژلي وه، چي بیا يې وروسته ادعا کړې وه چي هغوی وسله وال وه، مګر د سیمي خلګو په کلکه سره ددوی دغه ادعا غلطه بللې وه او ددوی په ضد یې په پراخو مظاهرو لاس پوري کړی وو، چي بیا وروسته په تاوتریخوالي واوښتې او نیژدې ۱۲ تنه په کښي مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x