
کرکټ: پاکستان الف لوبډلې د کینیا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن د پاکستان الف لوبډلې او کینیا ملي لوبډلو تر منځ لومړنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې پاکستان د کینیا لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
نننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. کینیا لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې چې دغه منډو کې د ګردیپ سنګ ۵۵ او اودیامبو ۴۴ منډې شاملې دي.
پاکستان لپاره محمد طلحه ۴، رضا حسن ۴ او شازیب احمد دوه ویکټې واخیستې.
پاکستاني لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړۍ له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
نننۍ لوبه کې سمیع اسلم ۱۰۱ او فضل سبحان ۵۶ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.