افغانستان

طالبان: «هلمند کې وژل شوي کسان ماین پاکان نه؛ د اردو عسکر دي»

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملي اردو د ۱۲ ماین پاکانو د وژنې مسوولیت پر غاړه اخېستې او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان ملکي ماین پاکان نه؛ د اردو عسکر دي.

نن /شنبه، لیندۍ ۲۲مه/ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې طالبانو پر دملي اردو پر عسکرو برید وکړ چې له امله یې ۱۲ تنه د اردو ماین پاکان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او ۳ طالبان يې ووژل او څلور نور يې ژوندي ونیول.

د هلمند ولایت د رسنیو مسوول فریداحمد عبید ویلي چې دغو ماین پاکانو د ستارلاین شرکت سره کار کوه. نوموړي ویلي چې په برید کې ۱۲ ماین پاکان وژل شوي او ۱۲ نور ټپي شوي دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ته را رسیدلې ویلي چې وژل شوي کسان د اردو عسکر دي او د ماین پاکانو په پلمه د دوی لخوا خښ شوي بمونه خنثا کوي.

احمدي وايي چې دغو ماین پاکانو ته په شوراب کې د زده کړو لپاره مرکز خلاص شوې چې ۶۰۰تنو ته د ماین پاکولو درس ورښودل کیږي.

هغه وايي چې دوی ته د دولت لخوا د ماین پاکانو جعلي کارتونه ورکول شوي څو دوی تېرباسي.

طالب ویاند ادعا کوي چې د دوی د «موسساتو کمیسیون له ټولو موسساتو سره په تماس کې دي، یوازي داعسکر ول چي دماین پاکانو په جامه کي یې مجاهدین تیر ایستل».

نوموړی وايي چې دوی ته یې له ډيره وخته خبرداری ورکړی و چې دغې سیمې ته چې «پوځي سیمه ده» د ماین خنثا کولو په موخه نه ورځي خو ماین پاکانو د دوی خبره ونه منله.

طالب ویاند په وینا د دوی د برید سره د هغوی له لوري پر دوی ډزې پیل شوې چې له امله جګړې دوه ساعته وخت ونیو. نوموړی د خپلو ۲ تنو ټپي کیدل مني او د څلورو ژوندي نیولو په اړه يې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې په پلازمېنه کابل کې چاودنې د ملي اردو ۷ عسکر ووژل او تر ۲۰ زیات يې ټپیان کړل.

همدا راز سهار مهال په یوه چریکي برید کې د سترې محکمې د دار الانشاء رییس ووژل شو.

تر دې وړاندې بېګا د شپې د کابل شمال کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې چاودنې ۲ بهرني پوځيان ووژل.

ددغو ټولو بریدونو مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستې. طالبانو د بګرام په چاودنه کې د ۵ بهرنیو عسکرو د وژنې خبر ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x